په کعبه او نبوي جومات کې په روژهماتي او اعتکاف بنديز ولګېده
د سعودي عربستان حکومت په حرمينو شريفينو کې د کرونا وايرس له وېرې په ډلهييز روژه ماتي او اعتکاف بنديز لګولی دی.
په سعودي کې د مقدسو جوماتونو د چارو د تنظيم رييس شيخ عبدالرحمان السديس وايي، دغه پرېکړه يې د کرونا وايرس د مخنيوي په موخه کړې ده.
دی وايي، مسجد الحرام به يوازې د هغو کسانو پر مخ خلاص وي چې د مطاف عمرې اجازهليک لري، خو بيا به هم هلته د لمانځه کولو اجازه نه لري.
په دې سربېره به عمره کوونکي نه پرېښوول کېږي چې کعبې ته لاس وروړي او يا يې ماسک نه وي تړلی.
تر دې ورهاخوا به د زم زم اوبه يوازې په انفرادي توګه په بوتلونو کې وېشل کېږي او تراوېح به هم يوازې لس رکاته کېږي.
تر دې مهمه لا دا ده چې څوک عمرې ته ځي، باید وار له مخه يې د کرونا واکسين هم لګولی وي.
0 نظرونه