بلوڅو نن د پاکستان د يوې مخابرتي شبکې پايه چپه کړې
د بلوچستان لبريشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، نن يې کوم پاکستانی عسکر نه دی وژلی، خو د زونګ په نامه د پاکستان د يوې مخابراتي شبکې ستن يې چپه کړې او سامانو ته يې اور ورکړی دی.
د دغې ډلې وياند مېجر ګهرام بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې دغه پايه د بلوچستان د کيچ په دشت بلنګور سيمه کې ولاړه وه.
دی وايي، د پاکستان حکومت پر دغه لاره د سيپيک يا د چين او پاکستان د ګډ اقتصادي لارګۍ جوړولو لپاره د مخابراتي شبکو انتنونه درولي دي.
د بلوڅ په خبره، نه دوی سيپيک پرېږدي او نه هم دغه انتونونه جوړ پرېږدي، ځکه په خبره يې، د موبایل د شبکو له لارې د پاکستان حکومت له خپلو جاسوسانو د بلوڅ وسلهوالو څرک مالوموي.
دی وايي، خاده يې په راکټ ويشتې، چپه کړې يې ده او همالته چې څه سامانونه ول، ټولو ته يې اورر ورکړی دی.
0 نظرونه