د امريکا استخبارات وايي، که امريکايان ووځي، طالبان افغانستان لاندې کوي
۷ حمل ۱۴۰۰ 250234 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د امريکا استخبارات وايي، که امريکايان ووځي، طالبان افغانستان لاندې کوي

 

د امريکا استخباراتي ادارو د امريکا ولسمشر جو بايډن ته په يوه راپور کې ور ياده کړې ده چې که امريکايي سرتېري له سولې کېدو پرته افغانستان پرېږدي، دوی اندېښنه لري چې طالبان به په دوو دريو کالو کې د افغانستان زياتې برخې لاندې او القاعده شبکې ته ځای ورکړي.

نيويارک ټايمز د ځينو لوړپوړو امريکايي چارواکيو له خولې وايي چې دغه راپور د ترمپ د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی و او اوس بايډن ته سپارل شوی دی.

امريکايي استخباراتو ويلي، که طالبان د افغانستان سيمې لاندې کړي، هماغه ورځ القاعده ته ځای ورکوي او القاعده پر امريکا رحم نه کوي.

اوس پرېکړه بايډن ته پاتې ده چې سرتېري باسي، که له طالبانو سره د امريکا پر تړون پښه ږدي او په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شتون موده غځوي.

ولسمشر بايډن د پنجشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې په يوه مطبوعاتي غونډه کې ويلي و چې له طالبانو سره تر ټاکل شوې نېټې پورې سرتېري له افغانستانه نه شي ايستلای.

ده ويلي و، په دومره لنډه موده کې سرتېري نه شي ايستلای، ځکه يوازې درې نيم زره امريکايي سرتېري په افغانستان کې نه دي، بلکې ورسره په خوا کې اووه زره د امريکا د متحدينو سرتېري هم دي چې د ټولو دومره ژر ايستل امکان نه لري.

ده ويلي و، ژر يې نه شي ايستلای، خو ښايي په يوه کال کې دننه له افغانستان څخه ووځي.

هلته بيا طالبانو هم غاښ چيچلی چې که تر مې مياشتې پورې امريکايي سرتېري افغانستان خوشې نه کړي، پر ضد يې جګړه پيلوي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې