بلوڅان وايي، نن يې اووه پوځيان وژلي او درې يې ټپيان کړي دي
۶ حمل ۱۴۰۰ 662600 0 نظر سرخط ورځپاڼه

بلوڅان وايي، نن يې اووه پوځيان وژلي او درې يې ټپيان کړي دي

 

د بلوڅ وسله‌والو دوه ډولې بلوچستان ليبرېشن فرنټ او بلوچ ليبرېشن ارمي وايي، د بلوچستان په دوو سيمو کې يې پر پاکستاني پوځيانو درې حملې کړې، اووه تنه يې پکې وژلي او درې نور يې ژوبل کړي دي.

د بلوچستان ليبرېشن فرنټ وياند مېجر ګهرام بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې ملګرو يې د بلوچستان د پنجګور په پروم سيمه کې د پاکستاني پوځيانو يو ډک موټر په راکټ ويشتی دی.

دی وايي، په دغه موټر کې څلور پوځيان سپاره ول چې ټول همالته ختم شوي دي.

د بلوچ ليبرېشن ارمي وياند جييند بلوڅ بيا په يوه بېله خبرپاڼه کې سرخط ورځپاڼې ته ليکلي دي چې د دوی ملګرو بيا د بلوچستان د بولان په پير اسماعيل سيمه کې د پوځيانو پر موټر چاودنه کړې ده.

دی وايي، په چاودنه کې يو پوځي وژل شوی او بل ژوبل دی، خو سيمې ته چې نور پوځيان مرستې ته راغلل، بله چاودنه يې پسې پرې کړې، دوه يې پکې وژلي او دوه نور يې ژوبل کړي دي.

دی وايي، دواړو موټرو اور اخيستی او له کاره وتلي دي.

بلوڅو يو موټر پاکستاني پوځيان الوځولي

Aug 13, 2021 29

د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، د بلوچستان په کوټه ښار کې يې يو موټر پاکستاني پوځيان په بم الوځولي دي.

وسله‌والو هغه کسان وژلي چې د پاکستان بيرغونه يې خرڅول

Aug 10, 2021 29

په داسې حال کې چې پاکستانيان د پاکستان د زېږېدو د کاليزې نمانځلو ته تياريانې نيسې، بلوڅ وسله‌والو په کوټه ښار کې پنځه تنه هغه دوکانداران وژلي چې د پاکستان بيرغونه او د زېږېدو [...]

بلوڅو په تربت کې پاکستاني پوځيان په بمونو الوځولي

Aug 10, 2021 29

د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، جنګياليو يې د بلوچستان په تربت سيمه کې د پاکستاني پوځيانو يوې پوستې ته بمونه ورغورځولي او خپله ورڅخه روان شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې