مم؛ پر ۲۰ هېوادو شديده قحطي راځي، افغانستان هم پکې دی
ملګري ملتونه وايي، په راتلونکيو څو مياشتو کې د سياسي لانجو، کرونا او موسمي بدلونونو له امله د نړۍ پر شلو هېوادونو شديده لوږه راځي چې لسګونه ميليونه انسانان به اغېزمن کړي او افغانستان هم په دغه لړ کې دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام ډبليوايفپي او فوډ اينډ ايګريکلچر ارګنايزېشن وايي، که نړۍ مرستې و نه کړي، په دغو شلو سربېره به د نړۍ نور ځينې هېوادونه هم لوږه وځپي.
دغه دواړه ادارې وايي، وار له مخه په نړۍ کې څلوردېرش ميليونه انسانان له دومره لوږې سره مخ دي چې په نن او سبا کې له لوږې مري، خو که دغه قحطي هم هېوادونه وځپي، ناورين به جوړ کړي.
د خوړو د نړيوال پروګرام اجراييه رييس ډېويډ بيسلي وايي، دوی په خپلو سترګو وينې چې د سياسي لانجو، موسمي شديدو ټکانونو او کرونا له امله لوږه د ميليونونو انسانانو تر دروازې رسېدلې ده.
د ده د مالوماتو په اساس، لوږه به تر ټولو زيات جګړهځپلی يمن، سوېلي سوډان او شمالي نايجريا وځپي.
په دويمه درجه لوږه ځپليو کې بيا افغانستان، سوريه، لبنان او هيټي شامل دي.
د خوړو نړيوال پروګرام ډبليوايفپي او فوډ اينډ ايګريکلچر ارګنايزېشن وايي، په دغو هېوادونو کې وار له مخه خلک په بد وضعيت کې ژوند کوي، ځينې يې فقير دي او ځينې يې سمو خوړو ته لاسرسی نه لري، ځکه نو د لوږې کمزوری ټکان هم دوی تر مرګه رسولای شي، خو کومه قحطي چې را روانه ده، هغه ډېره خونړۍ ده.
د خوړو د نړيوال پروګرام اجراييه رييس ډېويډ بيسلي وايي، اوس تر هر څه دريو ګامو ته شديده اړتيا ده چې بايد پورته کړل شي.
دی وايي، تر هر څه مخکې بايد جګړه ودرول شي، وروسته اغېزمنو کسانو ته ځانونه ورسول شي او په درېيم قدم کې له نړۍ مرستې راټولې کړل شي.
دی د لومړنيو مرستو لپاره پنځه نيم بيليونه ډالر ضروري بولي.
0 نظرونه