طالبان وايي، نه د افغانستان پر ټاکنو باور لري، نه برخه پکې اخلي
وروسته له هغه چې رسنيو ته د ارګ له دننه ځينې داسې خبرونه ووتل چې ګواکې ولسمشر د ترکيې کنفرانس ته داسې طرح وړاندې کوي چې په اساس به يې، په په شپږو مياشتو کې د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي او طالبان به هم ورته راځي، اوس طالبان وايي، برخه نه پکې اخلي.
ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي، وايي، د راتلونکي نظام په اړه پرېکړه به په قطر کې کېږي او هغه څه چې دوی غواړي په ټاکنو نه کېږي.
ده ازادي راډيو ته ويلي دي چې په تېرو دوو لسيزو کې څو ځله ټاکنې ازمايل شوې دي، خو هر ځل يا فساد پکې شوی يا د ولس پر رايو معاملې.
مجاهد ويلي، دوی د ټاکنو پر پروسه باور نه لري او نه هم برخه پکې اخلي.
ټاکل شوې چې څه موده وروسته به په ترکيه کې د افغانستان د سولې کنفرانس جوړ شي.
د ځينو سرچينو په خبره، ولسمشر دغه کنفرانس ته طرح وړاندې کوي چې په اساس به يې، طالبان اوربند کوي او حکومت به په شپږو مياشتو کې د ولسمشرۍ لپاره ټاکنې کوي.
په دغه طرح کې ولسمشر او دواړه مرستيالان يې په راتلونکيو ټاکنو کې برخه نه اخلي.
0 نظرونه