په چمن کې د پوليسو مرکز ته څېرمه چاودنې ۱۷ وژلي او ژوبل کړي
ډېورنډ کرښې ته څېرمه په چمن ښار کې د پاکستان د لېويز پوليسو د مرکز مخې ته چاودنه شوې چې له امله يې تر اوسه درې تنه وژل شوي او څوارلس نور ژوبل دي.
دغه چاودنه د چمن پر تاج سړک د پوليسو د مرکز مخې ته نن ماښام شوې ده.
د چمن پوليس وايي، يو چا په موټر سايکل کې بمونه ايښي او د لېويز ځواک د مرکز مخې ته يې درولی و.
دوی وايي، اوس په هغو خلکو پسې ګرځي چې چاودنه يې کړې، خو وايي، لا يې هم څوک ګوتو ته نه دي ورغلي.
هلته بيا د چمن د روغتون ډاکټرانو ويلي چې په ټپيانو کې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښې وړ دی.
دوی وايي، په وژل شويو کې دوه يې د چمن او بل يې پنجابی دی.
0 نظرونه