د امريکا د دفاع وزير کابل ته راغلی او ولسمشر يې ليدلی
د امريکا د دفاع وزير جنرال لويډ اسټين ناببره پر کابل راکښته شوی او له ولسمشر سره يې د افغانستان پر روان وضعيت خبرې کړې دي.
د ولسمشر د وياند مرستيال دوا خان مينهپال وايي، اسټين له ولسمشر سره د افغانستان پر امنيتي وضعيت او له طالبانو سره پر سوله خبرې وکړې.
مينهپال وايي، ولسمشر او اسټين دواړه د طالبانو له خوا د وژنو پر زياتوالي اندېښمن و او په دې سربېره پر هغه اجماع هم وغږېدل چې بايد په افغانستان کې جګړه ختمه شي.
جنرال اسټين له تېرې اوونۍ راهيسې په سفر راوتلی او تر دې وړاندې يې هند ته هم سر ورښکاره کړی و.
0 نظرونه