د مسکو کنفرانس؛  هند غيرحاضر و، دوستم پوځي درېشي اغوستې وه، خو څه وشول؟
۳۰ حوت ۱۳۹۹ 260253 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د مسکو کنفرانس؛ هند غيرحاضر و، دوستم پوځي درېشي اغوستې وه، خو څه وشول؟

 

تر دوه زره اتلسم وروسته، دا په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه دويم لوی کنفرانس و چې مارشال دوستم پوځي درېشي وراغوستې وه او هند غيرحاضر و، اما د افغانستان له مارشاله يې يونيفورم وايست.

په تېر دغسې کنفرانس کې د هند دوو ډيپلوماټانو برخه درلوده، اما دا ځل هنديان چا نه و رابللي.

هند په افغانستان کې د بيارغونې او له نظامه په ملاتړ مشهور او د افغانانو په زړونو کې يو څه ځای لري، خو دغه کنفرانس ته نه رابلل يې بېلې ماناوې لري چې يوه يې د پاکستان منافقت دی.

په دې سربېره، يوه له هغو ماناوو دا ده چې د سولې پروسه څومره د پاکستان په واک کې ده او دغه هېواد د افغانانو په راتلونکي څنګه د خپلې خوښې لوبه کوي.

مسکو ته د طالبانو د تللي پلاوي مشري ملا غني کوله او په خوا کې ورسره شیخ عبدالحکیم، عبدالسلام حنفي، ملا دلاور، ملا فاضل، عباس ستانکزي، سهیل شاهین، انس حقاني، ملا خیرالله خیرخوا اور ملا نعيم برخه درلوده.

زموږ له خوا نوې خبره دا وه چې د افغانانو په تللي پلاوي کې ګلبدين حکمتيار او مارشال دوستم تللي ول او دا په تېرو دوو لسيزو کې لومړی ځل و چې دغه دوه تنه له طالبانو سره مخامخ مېز ته کښېني.

دوستم د طالبانو د واکمني پر مهال ملا فاضل چې هغه وخت د طالبانو لوی درستيز و، لاس تړلی نيولی و او ملا فضل له هماغه وخته له دوستمه بدې خاطرې درلودې.

د جنګ ډاکټر مارشال عبدالرشيد دوستم دغه کنفرانس ته هم په پوځي يونيفورم کې تللی و، خو مسکو ته تر رسېدو وروسته طالبانو روسانو ته شکايت کړی و چې نه شي زغملای دوستم ورسره په پوځي يونيفورم کې وويني، ځکه نو د کنفرانس جوړوونکيو دوستم ته زارۍ کړې وې چې د درېشي پر ځای، جامې واغوندي.

همدا لامل شو چې دوستم د ستړې مشې په لومړۍ ناسته کې ناست و، اما تر هغه وروسته چې کومه ناسته کېده او د جمعې په ورځ د افغانانو او طالبانو په ناسته کې هم دوستم برخه وا نه خيسته.

تر دغه کنفرانس وړاندې يو جالب ټکی دا و چې دوستم ځي او د ملا فاضل پر اوږه لاس ږدي، په خپله لهجه، خو په پښتو ورته وايي، ملا فاضله سينګه اې؟ اما ملا فاضل يې لاس له اوږې ايسته کوي او ورته وايي، نه غواړم له يوه قاتل سره روغبړ وکړم.

يو بل ټکی چې د رسنيو پام ور اوښتی، هغه دا دی چې مخکېنی ولسمشر حامد کرزی تر کنفرانس وړاندې بيا بيا حکمتيار ته په غوږ کې څه وايي او طالبان چې راځي، کرزی پاڅېږي او ملا عباس ته لاس ورکوي.

دا چې حکمتيار په دغسې ناستو کې د ګډون چندان تجربه نه لري، ښايي ښاغلي کرزي به په ځينو نزاکتونو پوهاوه او د ناستې په اړه له ځينو سپارښتونو سره به يې مالومات هم ورکول.

بل جالب ټکی دا دی چې په کنفرانس کې د پاکستان استازی محمد صادق خان افغانانو ته وايي، واضح درته وايم، د يوه ښه ګاونډي په څېر پاکستان ستاسې خير غواړي، سره جوړ شئ.

بل جالب ټکی د حبيبې سرابي دا خبره وه چې په کنفرانس کې يې وويل، په دغه تالار يوازېنۍ ښځه زه يم، ايا ښځې د افغانستان د جګړې برخه نه وې؟

د کنفرانس په لومړۍ ورځ د حزب اسلام مشر د طالبانو د پلاوي له مشر ملا برادر سره ويني او بيا کنفرانس ته ځي او په دويمه ورځ هم عين کيسه تکرارېږي.

په کنفرانس کې حکمتيار او طالبانو دواړه ټينګار کوي چې د مې مياشتې تر راسېدو پورې دې امريکايان افغانستان خوشې کړي.

تر کنفرانس وروسته پاکستان، چين، امريکا او روسيه ګډ کنفرانس ورکوي او له طالبانو غواړي چې که اوربند نه کوي، وژنې دې کمې کړي او پسرلني عمليات دې هم نه پيلوي.

دوی ټول وايي چې د طالبانو امارت نه مني او طالبان دې له دې خره کښته شي، خو طالبان بيا تر کنفرانس وروسته وايي، لا يې هم امارت سره کرښه ده، بهرنيان د افغانستان د نظام د ټاکلو اختيار نه لري او وروستۍ پرېکړه به افغانان کوي.

سره له دې چې په دغه کنفرانس کې هم امريکا طالبان له القاعده سره په راشه درشه او طالبانو امريکا په بمباريو تورنه کړه، خو لا هم د ښکېلو لوريو تمه نه ده ختلې او خبرو ته دوام ورکوي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې