د دفاع’ بې‌وسلې‘ وزير؛  سر يې و نه ساته، سنګر يې مردار کړ
۲۸ حوت ۱۳۹۹ 490039 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د دفاع’ بې‌وسلې‘ وزير؛ سر يې و نه ساته، سنګر يې مردار کړ

 

د ولسمشر د څو ورځو مخکې خبره بېخي سمه ده چې ويل يې، افغانستان د خپل تاريخ تر حساسو شېبو تېرېږي، خو د دغه بدبخته هېواد خوار قسمت ته ګوره چې هلته د جنګ په ميدان کې طالب تازه لکه سوی پورته شوی او دلته يې د دفاع وزير تشناب نيولی.

 

که پر خپلو ماغزو لږ زور راوړئ هم به در په ياد نه شي چې هغه کومه زمانه وه چې د امنيتي غونډې په انځور کې مو د ملي دفاع وزير لکه د ملا نصرالدين چرګ پر يوه اړخ کوږ ولاړ ليدلی وي.

 

که مو خدای نه کړي غلط دوه لحظې به مو پر ماغزو را اورېدلې وې، يوه هغه چې لاس يې تر خوله تېر تېر ووړ او ويل يې، سر يې وهم، سنګر يې نيسم او دويمه چې له سر او سنګره را کښته شو، نو د دفاعي حالت اعلان يې وکړ، خو له هغه وروسته په ټولو غونډو، مراسمو او تصميم ګيريو کې شاه محمود مياخېل لکه د ابا پوستين د وزير پر څوکۍ ښکاري، خو تر لېرې لېرې هم د ابا د عطرو خوشبويي پر چا نه لګېږي.

 

د دولت وزيري دې خدای په لوري شي، په رښتياګوی مشهور و، که يې خبرې د چا زړه ته نه لوېدې، خو پر سپينو بريتو به يې وخت ناوخته د ولس سترګې رڼېدې، اما د دفاع وزارت اوسنی وياند چې رسنيو هر څومره چوخولی دی، خو د وزير په اړه د مطبوعاتو پر دې سوال يې ګونګه روژه نيولې چې؛

 

ډېره موده وشوه، خو اوس ستا ليدل ګران شوي دي

و ياره وزيره چې دا څه درباندې شوي دی!

 

د افغانستان د جنګ په لږ مخکې او اوسني تاريخ کې يو ملا عمر و چې د جنګ سراعلی قوماندان و، لکه پېری ټول وطن يې نيولی و، خو په عکس پسې يې د نړيوالو رسنيو سترګې وختې، بل يې د دفاع اوسنی وزير دی چې له ځانه يې د انځر ګل جوړ کړی، ژوندی ژاڼی ورک دی، نه يې څوک پوښتنه کولای شي، نه يې حاضري قيدېږي، ولسمشر هم کله د کاغذ په کومه پاڼه ورته و نه ليکل چې؛

 

پر ما دې ځان د انځر ګل کړ

بوی دې راځي، ګل دې په سترګو نه وينمه

 

د چا زړه ته به په سخته لوېږي چې د ولسمشر د شامې حس دې دومره کار وکړي چې د انځرګل بوی پرې حس کړي، خو د جنګ په ډګر کې د بې‌کفايتي ډډوزو د ولس ماغزه خراب کړي دي.

 

طالبان د کابل تر ستوني رارسېدلي، که کوم چارواکی کندهار ته ځي، له الوتکې يې هم ليدلای شي چې له ميدانه هاخوا تر غزني پورې يې د برق پر ټولو خادو کفن ته ورته بيرغونه ځړولي او د وچو ونو پر خاښونو يې هم جنډې ولاړې دي.

 

د پوليسو او اردو پوستې يو په بل پسې راټولې شوې، که چېرته کومه نيمه يوه پاتې وي د دېوال بېخ ته يې طالب لکه د پل‌سوخته هيروييني ناست وي، ږېره يې د ځنګونو پر سترګيو ايښې وي، توپک يې پښو ته پروت او د لارې موټر څاري، خو سرتېری ورباندې له پاسه د ټک اجازه نه لري، يا يې جرائت نه شي کولای.

 

په سوال مو څو الوتکې موندلې وې، هغه بله ورځ يې سيګار راپور خپور کړی و چې د ميليارډونو ډالرو الوتکې د فساد له امله، د کباړ په څېر ايله په څلوېښت زره ډالره خرڅې شوې، يوه نيمه که يې پاتې وي، له هغو يې تېره شپه عليپور يوه ويشتې.

 

په الوتکه بلا پسې، بيا به سوال وکړو، خوله به کږه کړو، څوک به په خيرات کې يوه کباړ الوتکه راکړي، د ګل غوندې نهه ځوانان مو پکې شنه لوخړه شول، خو د ملي دفاع محترم وزارت خپل مړي شمېري، اما دا نه وايي چې الوتکه کوم زورور په ښکر وهلې، که يې له تخنيکي ستونزې سقوط کړی دی.

تر غچ اخيستو موږ در تېر يوو، قاتل خو وښيه.

 

سړي ته له قهره خندا ورشي، د عليپور غوندې د يوه لنډه‌غر او بې‌بندوباره توپکي وياند په خورا سپين سترګي په رسنيو کې غږېږي او وايي، شک يې مه بولئ چې طياره به د دوی نفرو ويشتې وي، خو د دفاع وزارت درېشي پر تن کسانو ته چې طياره ورياده کړې، خاشه ورباندې واچوي.

 

هماغه کيسه ده چې د سړي په مجلس کې باد پرې شوی و او بيا خلک له خندا لټ په لټ اوښتل، خو ناڅاپه يې د ګوزمار په غږ خنداوې غلې شوې چې ويل يې، زما يې د ښادۍ ټر کړې، تاسې مې له خندا مړه کړئ.

 

د ملي دفاع وزارت به په دغسې لاس‌ته راوړنو عادت وي، خو د ولس يې له ډاره زاره ور وچاوده. يو بسته وزارت چې د يوه بې‌حيثيته لنډه‌‌غر او توپکي له وېرې ګونګه روژه نيولې وې، نو د دې ولس به لا هم له خپل خونړي راتلونکي اروا نه رېږدي چې له طالبه، پاکستانه، ايرانه او نورو زورورو يې د خپل سر و مال و ناموس د ساتنې تمه همدې وزارت ته ده؟

 

هلته د سولې له خبرو سره سره د جنګ لمبې ژغبړاندې دي، سوله هم د هوسۍ په ښکر کې ده او موږ د دغې هوسۍ په نيولو پسې څو ګوډ، ړانډه، کاڼه او ګونګيان لېږلي چې باوري يوو تش به راځي او که تش راځي، نو جنګ به څومره تودېږي، دلته د دفاع وزير چې بايد سهار په بدخشان کې پوستې ته ختای او د ماښام لمونځ يې په سپين بولدک کې کولای، تري تم دی، ها خوا داعش داړې چيچي، دې خوا عليپور او قيصاري پرتوګه کښلي او د ولس په غوږ کې هغه بې‌سوره شعارونه ازانګې کوي چې سر يې وهو، سنګر يې نيسو.

رښتيا دا شوه چې په خپل سنګر کې يې مرداري وکړه، سر ته دې يې خدای خير کړي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې