سيګار؛ که مرستې ودرېږي، افغانستان نوييمو کالو ته ځي
۲۷ حوت ۱۳۹۹ 221983 0 نظر سرخط ورځپاڼه

سيګار؛ که مرستې ودرېږي، افغانستان نوييمو کالو ته ځي

 

د افغانستان پر بيارغونه د امريکا د څار اداره يا سيګار وايي، که پر افغانستان د نړۍ مرستې کمې شي، حکومت يې چپه کېږي او دغه هېواد به بيا د نوييمو کالونو د بدمرغيو ميدان شي.

د سيګار مشر جان سوپکو په خپله وروستۍ مرکه کې ويلي دي چې اوس هم د افغانستان د بوديجې اتيا فيصده د امريکا او نورې نړۍ په مرستو ولاړه ده، خو که دغه مرستې لږې هم کمې شي، حکومت نه پاتې کېږي.

دی په داسې حال دغه څرګندونې کوي چې هلته تازه امريکا او روسيې د سولې کيسه بيا ګرمه کړې او کوښښ کوي چې طالبان له جګړې راوګرځوي او سولې ته يې کښېنوي.

سوپکو له نولس سوه نهه اويايم کال نيولې بيا تر نهه اتيايم پورې پر افغانستان د پخواني شوروري اتحاد د يرغل او د روسيې له خوا پر افغانستان د مرستې تر بندېدو وروسته د راغلي ناورين يادونه کړې او وايي، دی اندېښنه لري چې که حالت همداسې دوام وکړي، تاريخ به ټکي په ټکي تکرار شي.

دی وايي، هماغه بدمرغۍ وې چې طالبانو ته يې زمينه برابره کړه چې افغانستان ونيسي او بيا اسامه ته ځای ورکړي او اوسامه بيا د سپټمبر د يوولسمې بريدونه وکړي.

د نړيوال بانک د مالوماتو په اساس په تېرو دوو لسيزو کې په دوه زره يوولسم کال کې له افغانستان سره د دواړو لسيزو په پرتله زياتې مرستې شوې چې اندازه يې شپږ اعشاريه اووه بيليونه ډالره وه، خو په دوه زره نولسم کې دغه اندازه څلور اعشاريه دوه بيليونه ښوول شوې ده.

سوپکو ويلي دي چې په تېر نوامبر کې له افغانستان سره د مرستو او همکاري په کنفرانس کې د درې اعشاريه درې بيليونه ډالرو اعلان وشو او که تر دوه زره څلرويشتم کال پورې همدومره مرستې هر کال له افغانستان سره وشي، دا به د دوه زره شپاړسم د مرستو په پرتله، پنځلس په سلو کې کمې وي.

ده ويلي، اوس که مرستې کمې يا پارچاوې شي د افغانستان حکومت مجبور دی چې له طالبانو سره جګړې ته دوام ورکړي، خو دا دوام به په تش لاس وي او امريکا بايد درک کړي چې څنګه حالت به راځي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې