په سوله پسې تللی پلاوی شرم راوړي؛ روسيې ته افغانان انفرادي روان دي او هيڅوک يې هرکلی هم نه کوي
په ماسکو کې د افغانستان د سولې لپاره جوړ شوي کنفرانس ته افغان پلاوی د مسافرو په بڼه غوښتل شوی، انفرادي ځي، هر سړی به خپل بکس کشوي، د هوټل پيسې به له جېبه ورکوي، روسان نه ورسره ويني او څوک يې هرکلي ته هم نه راځي.
دا په خورا سپين سترګي نه يوازې د پلاوی، بلکې د درست افغانستان توهين دی چې روسيه يې کوي.
د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني او د دغې جرګې د دارالانشا ريیس عبدالقادر ځاځی تېر ماخوستن تللي او پاتې کسان به نن د ورځې په اوږدو کې ماسکو ته ځي، غونډه سبا پيلېږي، خو په پيل کې افغان پلاوي ته د برخه اخيستو چانس نهشته، بلکې تر غرمې وروسته به تالار ته ځي، اما بيا به هم ټول نه، بلکې ځينې به يې تالار ته د ننوتو اجازه نه لري.
په روسيه کې د افغانستان سفارت د بهرنيو چارو وزارت ته په يوه رالېږلي ليک کې ويلي دي چې د روسيې حکومت شرط ايښی دی چې د افغان پلاوي ټول غړي به د کرونا معاينات هم کوي او نتېجه به له ځان سره ساتي او په دې سربېره يې ور ياده کړې ده چې تر کنفرانس يو ورځ مخکې به روسيې ته ځان رسوي، خو ستړې مشې ته به يې هم د روسيې له خوا هيڅوک هوايي ډګر ته نه ورځي.
د کنفرانس په پيل کې به پاکستان له امريکا، روسيې او چين سره غونډه لري او د افغانستان پر سر به ورسره خبرې کوي، په دويمه جلسه کې به د قطر استازی چنې وهي او تر هغه وروسته به افغان پلاوی اجازه لري چې تالار ته لاړ شي، خو د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف به يوازې پنځلس دقيقې ورسره تېروي او بيا ځنې په خپله مخه ځي.
حتا د دغه کنفرانس په اړه ځينې زيات مالومات په روسيه کې د افغانستان سفارت ته هم نه دي ورکول شي او بېخبره پاتې دی.
افغانانو ته هلته د خبرو اجازه ورکول شوې ده، خو شرط دا ايښوول شوی چې يوازې لنډې خبرې به کوي او مايک به بندوي.
د پلاوي له منځه يوازې شپږو نفرو ته هوټل نيول شوی او پاتې نور به يې ټول مصارف له خپله جېبه ورکوي.
حتا دوی ته د ګرځېدو لپاره موټر هم نه دي ورکول شوي، بلکې يوازې څو کسو ته يې کرايي موټر نيول شوي دي.
سرخط ورځپاڼې ته د پلاوي له منځه ځينو کسانو ويلي دي چې افغان پلاوي په روسيه کې د افغانستان له سفارت څخه غوښتي دي چې لږ تر لږه سفير او څو ډيپلوماټان دې هوايي ډګر ته ورشي چې دوی تر هوټله ورسوي.
0 نظرونه