حکمتيار په سوله پسې ماسکو ته ځي
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار له افغانانو سره ماسکو ته ځي چې د سولې په اړه په جوړېدونکي کنفرانس کې برخه واخلي.
د حکمتيار زوی حبيب الرحمان حکمتيار وايي، پلار يې ماسکو ته ځي او په دغه غونډه کې برخه اخلي.
ټاکل شوې چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشري به د افغانانو يو پلاوی سبا ماسکو ته لاړ شي.
هلته طالبانو هم له قطر څخه روسیې ته د سفر کلوشې په پښو کړې.
0 نظرونه