د سولې غونډه دوه اوونۍ وروسته په استانبول کې جوړېږي
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو وايي، ټاکل شوې ده چې د اپرېل په لومړيو شپو ورځو کې به د افغانستان د سولې غونډه د دغه هېواد په استانبول ښار کې جوړه شي.
اوغلو وايي، دغه کنفرانس په دوحه کې د سولې د روانو خبرو په همغږي او د دې خبرو د چټکتیا په هدف کېږي، نه دا چې په قطر کې د سولې د روانو خبرو ځای نیسي.
د دغه کنفرانس لپاره طالبانو ته هم ويل شوي چې برخه پکې واخلي او په دې سربېره، ترکيې له طالبانو غوښتي دي چې تر هغه وخته دې وژنې او ژوبلونې کمې کړي.
څو ورځې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزير ولسمشر غني ته په يوه ليک کې د دغه کنفرانس يادونه کړې وه او ويلي يې و چې په دغه غونډه کې به امریکا، روسیه، چین، هند، ایران او پاکستان هم ګډون کړي.
تر اوسه افغان حکومت نه دي ويلي چې دغه کنفرانس ته څوک لېږي، که مخ ځنې اړوي.
0 نظرونه