رنګينه، تياره يادګارونه پرېږدي؛  ښايي پوهنې وزارت د نجونو د ترانو په اړه، عقب‌نشيني وکړي
۲۱ حوت ۱۳۹۹ 448359 0 نظر سرخط ورځپاڼه

رنګينه، تياره يادګارونه پرېږدي؛ ښايي پوهنې وزارت د نجونو د ترانو په اړه، عقب‌نشيني وکړي

 

وروسته له هغه چې د پوهنې وزارت په تعليمي مرکزونو کې تر دولس کلنۍ د لوړ عمر نجونو په ترانو ويلو بنديز ولګاوه، په ټولنيزو رسنيو کې يې دغه اقدام د طالبي فکر زېږنده وبلل شو او په پراخه کچه وغندل شو.

 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن هم دغه پرېکړه غندلې او دا کار يې د بيان د ازادي پر وړاندې خنډ بللی دی.

 

اوس داسې ښکاري چې وزارت به له خپلې دغې پرېکړې پر شا تګ کوي، خو دا کار که تر يوې اندازې د خلکو پورته شوي غږونه ارام کړي، نو هلته به د وزارت ارزښت هم د دوو پيسو کړي.

 

د پوهنې وزارت ته لکه د چا ازار چې شوی وي او يا لکه د چا چې ورځ ګرځېدلې وي، له څه مودې راهيسې پرله‌پسې د نيوکو او انتقادونو تر باران لاندې دی.

 

د دغه وزارت پښه د اسلامي تعليماتو د معنيت د لغوه کولو په پرېکړه کې وښويېده او له هغې ورځې راهيسې يې نه وزيرې او نه کارکوونکيو ښه ورځ ليدلې ده.

 

رنګينې حميدي ښايي فکر کړی وي چې د ځينو طالبي پرېکړو په کولو سره به، د اسلامي تعليماتو د معنيت د لغوه کولو له امله خپل ويجاړ شوی انځور بيا جوړ کړي، خو د پښ کور چې لوند شو، لا يې ډډوزې وکړې.

 

رنګينه حميدي نه د دين شوه او نه يې په مدني ټولنو کې له ځانه د چا زړه ښه پرېښود.

 

ترانه ويل د افغانستان د تعليمي نظام يوه مهمه او لرغونې برخه ده چې زيات وخت يې ماشومان د بېلابېلو مراسمو پر مهال وايي.

 

د پوهنې وزارت ويانده نجيبه ارين وايي، دا کار يې په دې خاطر کړی دی چې د لوړو ټولګيو نجونې له زده‌کړو و نه وځي، خو په دغه خبره يې هم د مدني ټولنو او ځوانانو زړونو چندان اوبه نه دي څښلې.

 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې زده‌کړې، د بيان ازادي او هنري مهارتونه له سني او جنسيتي تبعيض پرته د هر ماشوم حق دی او ورڅخه اخيستل يې ظلم دی.

 

دغه اداره وايي، د ماشومو پر حقونو او ازاديو هر ډول محدوديت او د بشري حقونو، د ماشومانو د حقونو او د افغانستان د ملي قوانينو خلاف کار دی چې بايد مخه يې ونيول شي.

 

د پوهنې وزارت تر دې وړاندې د ښوونځيو په يونيفورمونو کې هم لاس وهلی او بيا يې جوماتونو ته د لومړنيو ټولګيو د لېږد خبره کړې وه چې په ټولو پرېکړو کې دغه وزارت ورټل شو.

 

په افغانستان کې تر نهه ميليونه زيات ماشومان چې تر درې نيم ميليونه ډېرې يې نجونې دي ښوونځيو ته ځي.

 

د ملي امنيت شورا سلاکار داوود ناجي وايي، په اساسي قانون کې ښځه او نر مساوي ياد شوي او په جنسيتي اساس د دوی تر منځ فرق له قانون څخه سرغړونه ده.

 

هلته بيا د ولسي جرګې وکيله مريم سما وايي، دغه پرېکړه رخشند، ناقانونه او افراطي ده او ژر به بېرته واخيستل شي.

اوس نو تمه ارګ ته ده چې په دې اړه څه وايي، خو يو څه چې روښانه دي هغه دا دي چې رنګينه يو تياره تصوير له ځانه پرېږدي او په خپله مخه به ځي.  

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې