زما کندهاره، د زمرو وطنه! افغان سرتېري پر ډېورند له پاکستان سره جګړې ته ګوته په ماشه شوي
د کندهار په سپينبولدک ولسوالي کې افغان سرحدي ځواک له پاکستانيانو سره د جنګ دانه اخيستې او پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار د غځولو پر سر ورسره ګوته په ماشه شوي دي.
سرخط ورځپاڼې ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، پاکستانيان د سپينبولدک په سيمه کې د لقمان او اشېزو په نامه کليو ته څېرمه اغزن تار غځوي، خو افغان سرحدي ځوانانو ورته ګوته څنډلې ده چې که يې تار ته لاس ور ووړ، ژوندي يې نه پرېږدي.
پاکستانيانو هم دغې سيمې ته درنې وسلې او ټانکونه راوستي دي، خو لا يې هم کومه سپينسترګي نه ده کړې.
نن په سيمه کې پاکستانيانو هڅه کړې چې کشاله د خبرو له لارې حل کړي، خو په همدې ليدنه کې هم د طيب په نامه د افغان سرحدي ځواک يوه قوماندان يو پاکستانی جنرال په څپېړه وهلی او ورڅخه را ولاړ شوی دی.
د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، پاکستانيانو افغان ځوانانو ته يو سند ورښکاره کړی چې ګواکې د افغانستان ولسمشر او د سرحدونو او قبايلو وزير په ګډه پاکستانيانو ته اجازه ورکړې چې پر ډېورنډ کرښه اغزن تار وغځوي، خو ځوانانو دغه ليک نه دی منلی او ويلي يې دي، د خاورې پر سر هيڅوک پرديو ته د اجازې حق نه لري او نه يې هم دوی ليک مني، که پاکستانيان ځان وخوځوي، په خپلو وينو به یې ولمبوي.
هلته د کندهار ځينو لوړپوړو امنيتي چارواکيو هم پر سرحدي سرتېرو غږ کړی دی چې د ليک ميک په کيسه کې دې نه اوسي، که پاکستانيان کار پيل کړي، قيامت دې ورباندې راټيټ کړي.
0 نظرونه