ايران تر ۳۰۰زيات افغان مسافر راشړلي
د ايران حکومت په هغه هېواد کې تر نيولو وروسته، نن درې سوه او شپږ تنه افغان مسافر راشړلي او افغان حکومت ته يې سپارلي دي.
د دغو مسافرو لويه برخه ځوانان او په مزدوري پسې ايران ته تللي کسان دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد سرخط ورځپاڼې ته وویل چې دغه کسان په ايران کې د جرمونو په تور نيول شوي او د زندان پاتې موده به په افغانستان کې تېروي.
دا چې د دغو کسانو جرمونه څه دي؟ په دې اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.
0 نظرونه