سردار داود خان شفاخانه، که قصاب‌خانه!؟

سردار داود خان شفاخانه، که قصاب‌خانه!؟
۲ جدی ۱۳۹۷ 4825 0 نظر زمين خان قاسمي

لومړۍ برخه

«د يوه افغان زخمي سرتېري د سترګو ليدلى حال»

سرخط ورځپاڼه

سهار نهه بجې وې زنګ راغی، موبايل مې اوکې کړ زما د ورور د سنګر ملګری و، راته و يې ويل چې ورور دې زخمي دی، موږ په لاره در روان يو، د پکتيا د ۲۰۳ تندر قول اردو دروازې مخې ته درځه موږ هم په لاره در روان يو، د دې بد خبر په اورېدو مې د زړه زربان تېز شه، خوله مې وچه شوه، بدن مې لړزې واخيست، اوښکې مې پر مخ روانې شوې، په سترګو مې د اوښکو توره شپه راغله، حرکت مې شروع کړ. پر لاره مې خداى تعالى ته سوال وکړ چې يا الله تعالى دا زخمي اخېرنی زخمي کړې او په هېواد کې مې سوله راولې. د قول اردو د دروازې مخې ته لږ انتظار وم، ګورم شخصي سراچه ودرېده، ورور مې د سنګر ملګري په زنګانه سر ايښی، مخ، ټټر او لاسونه يې د بم چارو وهلي، لاسونه او ټټر يې پانسمان دي، د ورور مخ مې پړسېدلى...

ګورم شا ته بل موټر ودرېد، د ورور قوماندان ټولى ترې راکوز شو، هغه په موبايل کې په ډېر لوړ اواز چا ته وويل، موږ د قول اردو دروازې مخې ته درته ولاړ يو، امبولانس ژر راوباسئ، تر نيم ساعت انتظار وروسته د قول اردو له شفاخانې امبولانس راغی او زخمي يې داخل ته يووړ.

موږ ته يې اجازه را نه کړه، په قول اردو کې يې پانسمان کړ او له قول اردو يې سمدلاسه د کابل سرادار داود خان شفاخانې ته په امبولانس کې انتقال کړ، زما د ورور قوماندان ټولي زنګ راته وواهه چې هغه يې کابل سردار داود خان نظامي شفاخانې وزير اکبرخان ته يووړ، شا ته ما هم حرکت ورپسې وکړ، د داود خان شفاخانې دروازې مخې ته ورسېدم، د دروازې سرتېريو راته وويل چې اجازه نه‌شته، خو بالاخره درې ساعته انتظار وروسته مې د يوه ملګري په واسطه ځان داخل کړ.

د شفاخانې د مالوماتو په څانګه کې مې پوښتنه وکړه، هغوى راته وويل، په څلورم منزل کې دی، څلورم منزل ته وختم، ګورم ورور مې په دستګيره کې پروت دی، د الله الله او اووف الله نارې وهي...

ټول بدن يې لړزې اخيستی، په بدن کې يې خالي هماغه د وينو ډک پتلون دی، نور بدن يې لوڅ دی، ور منډه مې کړه، غېږ مې ترې وګرځوله، راته وايي، واه وروره! په خپل لاس مې ووژنه، دوه نيم ساعته وشول دلته پروت يم، دردونو او يخ مړ کړم، ژر مې وباسه هيڅوک نه‌شته چې معاينه مې وکړي...!

ما ورته وويل وروره، ان‌شاءالله اوس به هر څه سم شي.

ما خپله کورتۍ وښکه، د ورور د ټټر پرهرونه مې په پټ کړل او منډه مې کړه د څلورم منزل د مالوماتو څانګې ته، هلته توره شپه ده، کړکۍ ټکوم څوک غږ نه کوي. دروازه مې ور خلاصه کړه هيڅوک نه‌شته، د ډاکټر په لټه کې شوم، ډاکټران مې پيدا کړل، يو وايي زه نوکري نه يم، بل وايي دا زما کار نه دی. بالاخره مې يو ډاکټر پيدا کړ، هغه راته وويل، دا د سترګو د ډاکټر کار دی، ما ورته وويل هغه څه نومېږي او چېرته دی؟

راته و يې ويل، هغه په کوټه کې دی، ډاکټر منان اورياخېل نومېږي. ورغلم دروازه مې ټک ټک کړه، په ډېره عاجزي مې ډاکټر ته وويل، اورياخېل صاحب تاسې ياست؟

و يې ويل، هو! امر وکړئ. ما ورته وويل، قربان خواهش مې دی، ورور مې په دهلېز کې په دستګيره کې پروت دی، ډېر کړېږي څه وکړو ؟ منان اورياخېل ډېر په غوسه شو او قهرجنو الفاظو راته وويل، ورشه زه خو دې څه مزدور نه يم، د ۲۰۳ تندر قول اردو نماينده را پيدا کړه چې استعلام درکړي، چې استعلام نه وي زه ګوتې هم نه ور وړم.

هېره دې نه وي، له ډاکټر سره په کوټه کې يوه ښځينه نرسه هم ناسته وه، بس له هغې سره يې خپلې کېسې شروع کړې. زه راووتم د قول اردو په نماينده پسې ګرځېدم، يو ساعت وروسته مې په اول منزل کې پيدا کړ.

هغه راته وويل، ما استعلام ورته جوړ کړی، معاينه‌خانې ته دننه مې زخمي هم ور ووړ او ډاکټر اورياخېل هم په معاينه‌خانه کې و، ما ورته وويل ژر راسره ولاړ شه، زخمي خو په دهلېز کې په تذکره کې لوڅ پروت دی، راسره روان شو د اورياخېل دروازه مو ټک ټک کړه، غږ يې کړ بيا ور دننه شو، نماينده ورته وويل ډاکټر صاحب ما استعلام او زخمي يو ځاى تا ته وسپارل، ډاکټر راووت.

ورور مې معيانې ته ور دننه کړ، و يې کتل، راته و يې ويل، د څنګ کوټې ته يې يوسه، هلته په چپرکټ کې يې څملوه، دا نور ښه دی، خالي د يوې سترګې صفايي ورته کوو، ما ورته وويل، د دردونو لپاره ګولۍ يا پېچکارۍ ورکړه.

ګولۍ يې راته وليکله، رامې وړه. هغه يې وخوړه، ورور مې په کمپله کې پټ کړ، په کوټه کې دوه تازه زخميان نور هم وو، له کندهاره يې راوړي وو، فريادونه يې کول، ما ته يې ويل ډاکټر ته ور غږ کړه چې راشي.

زه به ډاکټرانو ته ورغلم، ډاکټرانو به دومره وويل چې ځه موږ درځو، ډاکټران نيم ساعت وروسته راغلل، د شفاخانې په دهلېز کې امنيتي سرتېري ولاړ وو، هغه ته يې غږ کړ چې دلته راشه، هغه راغی. ډاکټر اورياخېل دی، زما يې ورته وويل چې ده ته دلته نوره اجازه نه‌شته، له دې ځايه يې وباسه.

ما ورته وويل، ښه زه بېرون ځم، خو زما د ورور سترګه خو به خطرناکه نه وي؟

ورور مې غږ کړ چې وروره شکر دی، يوه سترګه مې مکمل روغه ده، خو په دا بله سترګه مې نظر کم کم کار کوي.

ډاکټر وويل، ځه نور ته له شفاخانې ووځه، د سترګې صفايي يې موږ ورته کوو، مشکل نه‌شته. سرتېري راته وويل چې له شفاخانې بېرون ووځه!

کله چې بېرون راوتم، ګورم په درېيمه دروازه کې زما يو ملګری و، هغه د شفاخانې امنيتي سرتېری و، هغه ته مې وويل، ورور مې زخمي دی، ادرس مې ورکړ. د هغه پوښتنه کوه او ما ته احوال راکوه، هغه راته وويل په دواړو سترګو.

ماښام يې زنګ راته وکړ چې د ورور د سترګې عمليات يې وکړل اوس ښه دی.

سهار ورغلم، ملګري ته مې زنګ وکړ، ورته و مې ويل شفاخانې ته مې ته دننه کړه چې و يې وګورم. هغه شفاخانې ته دننه کړم، ورور مې يوه سترګه پانسمان دی، دوه ساعته ورسره کېناستم، نور يې اجازه د پاتېدو را نه کړه، له ملګري سره يو ځاى د روغتون په داخل کې د بېرون خوا ته را روان يم، ګورم يو رينجر شکله امبولانس د بېرون خوا ته روان دی، ملګري راته وويل، دا امولانس ګورې، ما ورته وويل هو! و يې ويل په دې امبولانس کې د زخميانو هغه پښې او لاسونه دي چې دلته يې ډاکتران ترې پرې کوي او حتا له هغو زخميانو يې هم پښې او لاسونه کټ کړي چې پښه يې خالي لږ زخمي وي، د جوړېدو هم وي، بس په دې امبولانس کې د زخميانو پښې او لاسونه يو نامالوم ځاى ته وړي.

زه ډېر خپه شوم، وارخطا شوم، د ورور او د هغو سرتېريو په غم کې ډوب شوم چې زما له ورور سره په يوه کوټه کې بستر وو، ورځ او شپه تېره شوه سهار شو.

نور بيا...

 

برټش کتابتون کې د ډيورنډ موافقه‌ليک

Jun 24, 2019 29

لا د برېټانوي هند د بهرنيو چارو سکرټر «مارټمر ډيورنډ» افغانستان ته نه وه راغلی چې برېټانوي ښکېلاک له ۱۸۸۰  تر ۱۸۹۰ کال پورې د شمالي، منځنۍ او سوېلي پښتون‌خوا سيمې تر ګومله [...]

د کړکېچ روزنه

Jun 24, 2019 29

زه شخصاً هر کله د لویو، منځنیو او وړو شننو په بېلاوي او ورسره اړیک‌نیولو کې ستونزې ګورم. دا اندېښنه مې کله له ملګرو سره هم شریکه کړې ده چې تاسې ځینې مهال د هغې کچې بحث وړاندې [...]

د تدريس تر څنګ باید نور څه وکړو؟

Jun 22, 2019 29

پوهنتون د علم، زده‌کړې، تربيې، اخلاقو، فرهنګ او ادب ځای دی. دلته د اخلاقو کچه لوړېږي او د علم ذخيره پراخېږي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې