
د کرونا له امله د پاکستان سپرلېګ کرکيټ سيالۍ لغوه شوې
د پاکستان د کرکیټ سپرليک سيالۍ په کرونا وايرس د ځينو لوبغاړو او مينهوالو د اخته کېدو له امله تر نامالومې نېټې لغوه اعلان شوې.
د پاکستان کرکيټ بورډ وايي، د کرونا پېښې مخ په زياتېدو شوې او دوی مجبوره شول چې دغه سيالۍ ودروي.
د کرکيټ له ميدانونو خبر ماهران وايي، د دغو سياليو لغوه کېدل به د پاکستان د کرکيټ ملا غوټه ماته کړي او تر ډېره وخته به د دغه هېواد کرکيټ دغه خوړلي ټکان جبران نه کړای شي.
تېر کال هم د کرونا له امله د پاکستان د کريکټ سپرلېګ سيالۍ لغوه شوې وې، خو سږ کال په نيم کې لغوه شوې.
سږ کال تر اوسه په دغه سپرلېګ کې څوارلس سيالۍ شوې او تمه وه چې څلور دېرش نورې به هم کېږي، خو و نه شوې.
هلته د کرونا وايرس د زياتې خپرېدا لاملونه کمزوری مدريت او بېباکي ښوول شوي دي.
ټول لوبغاړي او مينهوال به يې له يوې دروازې ميدان ته تلل او حتا د تبصره کوونکيو، لوبغاړو او کامرهمېنانو تر منځ هم واټن ته پام نه کېده.
0 نظرونه