ولسمشر هم په ننګرهار کې د نجونو شهيدول وغندل
۱۲ حوت ۱۳۹۹ 150651 0 نظر سرخط ورځپاڼه

ولسمشر هم په ننګرهار کې د نجونو شهيدول وغندل

 

ارګ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزيون د دريو ښځينه خبريالانو په شهادت رسول "سخت غندلي" او ويلي يې دي چې دغسې بريدونه د اسلام، فرهنګ او د سولې د روحيې خلاف دي.

له ارګه څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې جمهور ريیس یو ځل بیا په ټینګار وویل، طالبان پر دغه راز بزدله بریدونو او د وېرې او ډار فضا په ایجادولو سره نه شي کولای له جمهوریت او د وروستیو دوو لسېزو لاس‌ته راوړنو څخه د دفاع رسا غږ ټپ کړي.

ارګ وايي، ولسمشر اړوندو ارګانو ته د دغې پېښې د عاملینو د پېژندنې او مجازاتو د لارښوونې تر څنګ د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږي او همدردي ژور مراتب څرګندوي.

طالبانو د دغو نجونو وژل د بل چا کار بللی دی.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې