خليلزاد پر سوله نه، پر پروسه يې مين دی
۱۲ حوت ۱۳۹۹ 381986 0 نظر سرخط ورځپاڼه

خليلزاد پر سوله نه، پر پروسه يې مين دی

 

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد بيا د سفر موزې په پښو کړې، کابل ته را رسېدلی او ټاکل شوې ده چې له دې ځايه به قطر ته ځي، هلته به د سولې د پروسې له دواړو لوريو سره تر غوږ جنګولو وروسته د سيمې پر هېوادو را ګرځي.

 

ده پر خپل دغه سفر يوې دايمې سولې او اوږده اوربند ته د رسېدو نوم ايښی دی، خو ښکاري چې دا ځل به د خليلزاد ټوله انرژي د سولې د ساه ختلې پروسې پر ځيګر په سوک وهلو لګېږي او هڅه به کوي چې دغه وچ لرګی زغورنې پاڼې وکړي، بيا د سولې کيسه توده شي او وخت په لغته ووهل شي.

 

رښتيا خبره دا ده چې د سولې دغه ځانګړی استازی پر سوله نه، پر پروسه يې مين دی، د جګړې د حلالې شوې غوا ښورا ته يې پياز په ګنډه نه دی وهلی، شېدو ته يې ناست دی.

 

خليلزاد څالاکه انسانه دی؛ د نوک او ورۍ تر منځ لاره کوي، خو ځان ځايوي، د ښايسته نومونو يو اوږد نوملړ لري، پر هر څومره بې‌خونده کيسه، خوندور نوم ايښوولای شي؛ د سولې پروسه، کاهش خشونت، اورکم، داخلي اجماع ....

 

د دغه څالاکه، خو يوازې پر ځان مين سياستوال د جادوګرو نومونو کمال و چې ډاکټر صاحب عبدالله يې له ولسمشري تېر او د سولې د شنډې ناوې پر خيالي تخت د ويده کېدو په تمه، د سياست پر سپېره ډاګ په ځان پورې حيران کښېناوه.

 

ډاکټر عبدالله خوار څه خبر و چې تر راتلونکيو پنځو کالو به يې کار فاتحې اخيستل، د يوه او بل سياستوال هرکلي ته ورتلل او د غندنو او ستاينو اعلاميې خپرول وي.

 

خليلزاد هوښيار دی، خو په بخت دومره نه دی بيدار څومره چې فکر کوي، که يې بخت کار کولای د ټرمپ غاښ به په حلوا کې نه خوت، طالبانو به د سولې د کيسې تر شروع وروسته د خلکو په وژلو، خپله لمن پر سر نه اړولای او په دې دومره منډو ترړو به يې ايله دومره څه لاس ته راوړي وای چې اوس د سولې له نامه د چا وېره نه کېدای.

 

د سولې د پروسې يوازې نوم ښکلی دی، خو خليلزاد چې تر دغه ورېښمين شال لاندې کومه تورمخې روې کښېنولې، له داړو يې وينې څاڅي.

 

د خليلزاد بخت او تندی په دې هم په اور دا داغلو دي چې د خپلې خاورې د خلکو ژبه، دود، دستور، رواج، اړتياوې، غوښتنې، هيلې او ارمانونه ورته پردي شوي دی.

 

ده د يوه داسې هېواد لپاره چې پېړۍ او قرنونه يې په جرګو او مرکو کې تېر کړي، د سولې او روغې جوړې داسې رشخند پروسه پيل کړه چې په هيڅ ډول د دې وطن او خلکو له مزاج سره اړخ نه لګوي، همدا پروسه به د سريښو په هماغه ډنډ بدلېږي چې د خليلزاد غوندې هوښيار مرغه به پکې په غبرګو پښو نښلي.

 

د ده دغه پروسه عين د ده د خبرو په څېر ګونګه ده چې نه خپله ورباندې پوهېږي، نه نور پرې پوهولای شي او نه يې له بده مرغه رانغاړلای او ټولولای شي.

 

امريکا ورباندې پنځوس فيصده شکمنه ده، د افغانستان ورڅخه سل فيصده تمه ختلې، يوازې طالبان، خليلزاد او د دوی پاکستان دی چې نه د پروسې ساه خېژي، نه دوی ورڅخه ولاړېږي.

 

ملامت هم نه دي؛ طالبان يې د وخت اړولو، خېټې مړولو او د بېلابېلو هېوادو د ليدلو لپاره ښه فرصت بولي؛ پاکستان د غوښو د وېش ګېدړه ده، د تلې پر ناسته ده چې هره خوا کښته ځي، يوه ګوله دوی ته رسېږي؛ خو خليلزاد په سپينه ږيره د ګړنګ پر ژۍ ولاړ دی، که پروسه ناکامه شي، لمن يې پر سر اوړي.

 

دغه پروسه يوه مياشت په ټپه ولاړه وه، افغان پلاوی لکه د غرمې په يوه بجه دولتي ادارو ته تللي مراجعين د قطر پر سړکو ګرځېدل او د سيمې د هېوادو په مېلمستيا د تلليو طالبانو ټېغونه او ارږي يې شمېرل؛ د جوبايډن لکه د ملا عمر خپله پښه په پايڅه کې نښتې وه؛ دلته په وطن کې د انسانانو تر اندامو وينې او لمبې تاوېدې او په دې توګه سوکه سوکه د سولې له پروسې ساه او د افغانانو ورڅخه تمه خته.

 

خليلزاد لا هم تمه لري چې د طالبانو له وړيو به شړۍ جوړه کړی، دی به د خپلې پروسې په مړو ايرو کې ډېر سيخ وښوروي، خو ورانه به يې کړي، ودانه به يې نه کړي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې