ولسمشر غني له خليلزاد سره پر سوله غږېدلی
ولسمشر غني نن د سولې لپاره د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره وليدل.
ارګ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د ولسمشر غني او خليلزاد تر منځ دغه ناسته د سولې په ولاړه پروسه کې د پرمختګونو او حرکت په اړه وه.
ارګ وايي، په ليدنه کې پر دې خبرې وشوې چې څنګه د سولې دغه پروسه چټکه شي.
په ليدنه کې زلمي خليلزاد ولسمشر غني ته ډاډ ورکړی چې امريکا به په دغه پروسه کې ښه رول ولوبوي.
ده له نن ډاکټر عبدالله او مخکېني ولسمشر کرزي سره هم ليدلي و.
0 نظرونه