د ترکيې او افغانستان د دیپلوماتیکو اړیکو سلمه کلیزه
۱۰ حوت ۱۳۹۹ 238978 0 نظر اوغوزخان ارطغرل/ د ترکیې جمهوریت لوی سفیر

د ترکيې او افغانستان د دیپلوماتیکو اړیکو سلمه کلیزه


نن د ترکیې او افغانستان ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د بنسټ اېښودلو سلمه کلیزه ده. افغانستان په دې ورځ د ۱۹۲۱ میلادي کال دمارچ په لومړۍ نیټه د یووالي د پیمان په لاسلیک کولو سره د انقرې حکومت په رسیمت پیژندلی دی. زه د انقرې د حکومت اصطلاح کاروم، ځکه چې ترکیه په ۱۹۲۳ میلادي کال کې جوړه شوې او له دې وړاندې کلونو کې په ازمایښتي ډول د اتاترک تر لارښوونې لاندې او د ترکیې دخلکو دستر مجلس لخوا پرمخ وړل کېده چې موږ هغه ته پارلماني حکومت یا د انقرې حکومت وایو.

هر کال په رسمي ډول د افغان او ترک د دوستۍ په نوم د مارچ د لومړۍ نېټې لمانځلو لپاره، د دواړو هیوادونو دبهرنیو چارو د وزارتونو لخوا د ۲۰۱۰ میلادي کال د ‌ډسمبر په ۲۴ نېټه په استانبول کې هوکړه لیک لاسلیک شو.

دواړو لوریو ته یوه اخلاقي او تاریخي دنده ده چې ددې ازمایل شوي تړون، ارزښت او ریښتینې معنا راتلونکو نسلونو ته ور زده کړي. سره له دې چې موږ د دیپلوماتیکي اړیکو د رامنځ ته کولو له سلمې کلیزې څخه برخمن یو خو دا اړیکې یواځې په تېرې پېړۍ پورې اړه نه لري. په دې سیمه کې د ترکانو لومړنی خوځښت له میلاد نه وړاندې دوهمې پېړۍ ته ورګرځي چې ترکان ساکا (ایسکیت) خپل دولت د افغانستان په شمالي سیمو کې جوړ کړ. په هغه پسې په پنځمه میلادي پېړۍ کې د ترکانو یوې بلې قبیلې په دې سیمه کې د (افتالیت) په نوم امپراطوري جوړه کړه چې د بلخ، تخار، کابل، غزني، زابل او اوسني کندهار سیمې یې تر واک لاندې وې. افغانستان په لسمه پېړۍ کې دغزنویانو پرمهال، په یولسمه پېړۍ کې د سلجوقیانو پرمهال او په دوولسمه پېړۍ کې د خوارزم شاهانو پر مهال د ترکانو لپاره په مهم هستوګنځي بدل شوی ؤ. په دیارلسمه پېړۍ کې افغانستان دمغلو ترواکمنۍ لاندې شو او د بابر شاه په دور کې، ترکانو یوځل بیا په ۱۶ او ۱۷ پیړۍ کې په دې جغرافیه کې د پاتې کېدو پرېکړه وکړه.

دافغانانو اوترکانو ترمنځ ګډ ژوند په اتلسمه پېړۍ کې هم دوام درلود، او احمدشاه ابدالي دعثمانی خلافت له دریم خلیفه سلطان مصطفی سره د لیک استولو له لارې اړیکې ټینکې کړې، همدارنګه د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې سلطان عبدالحمید یو دیپلماتیک هیئت کابل ته واستاوه. دشلمې پېړۍ په پیل کې، د امیرحبیب الله خان حکومت د محمود طرزي په وړاندیز، د مختلو چارو لپاره له ترکي څخه سلاکاران وبلل. د حیرانۍ ځای نه دی چې په ۱۹۱۲ میلادي کال کې د څو تنو دغوسلاکارانو پرمټ په کابل کې لومړنی دولتی روغتیون جوړ شو.

د ۱۹۱۰ کال دلسیزې په وروستیو کې، افغان زده کړیالان چې په اناتولي کې یې زدکړې کولې، د ترکیې دخپلواکۍ د اخستلو له جګړې سره یو ځای او شهیدان شول. افغانو ښځوهم د خپلو ارزښتنمندو ګاڼو په ډالۍ کولوسره د ترکیې دخپلواکۍ د اخیستلو دجګړې له سپاهیانو سره خپله خواخوږي ښکاره کړه. په ۱۹۲۰ میلادي کال د عثماني امپراطورۍ یو غښتلی او اغیزناک رهبر جمال پاشا کابل ته راغئ اودلته د اردو د رغونې په موخه تر یوه کاله وځنډېده. کله چې اتاترک دترکیې د خپلواکۍ په جګړه کې ډېر بوخت ؤ او هغه وخت افغانانو له بل هروخته موږته اړتیا درلوده، نو افغانان یې له یاده ونه ایستل او د څو پرله پسې هیئتونو له لیږلویې چې له ډاکترانو، ښوونکو او افسرانو څخه جوړ وو ډډه ونه کړه.

دخپلواکۍ دبیرته اخیستلو جګړو چې د ۱۹۱۰ له وروستیو او د ۱۹۲۰ میلادی تر پیله یې دوام وکړ، دواړه ملتونه یې له زړه او ذهنه سره نږدېکړل. دواړو ملتونو په بشپړه توګه او پوره يووالي سره، سره ورته غمونه او خوښۍ تجربه کړلې. لکه څنګه چې غازي امان الله خان د ۱۹۲۲ کال د اکتوبر دلسمې نیټې په غونډه کې چې د ترکیې دخپلواکۍ د جګړې د ګټلو په پار په دلکشا ماڼۍ کې جوړه شوې وه، ویلي وو چې "ترکان او افغانان سره وروڼه دي. دهغوی خوښي زموږ خوښي ده؛ دهغوی غم او ویر، زموږ غم او ویر دی."

کوم لومړنی پریکړه لیک چې د انقرې په حکومت کې ومنل شو هغه په کابل کې د دیپلوماتیکو اړیکو دنمایندګۍ پرانیستل ؤ. چې پردې بنسټ، یوافغانی الاصله ترکیې افسرښاغلی عبدالرحمن صمدان په ۱۹۲۰ میلادي کال د ترکیې د استازي په توګه په افغانستان کې وګمارل شو. په کابل کې دترکیې د سفارت لومړنی دیپلوماتیک مأموریت شو. ترکیه دوهم هیواد ؤ چې افغانستان یې په رسمیت وپېژانده. افغانستان هم دوهم هیواد ؤ چې دانقرې حکومت یې په رسمیت وپېژاند.

د ۱۹۲۱ میلادي کال د جون په لسمه نېټه دافغانستان سفارت په ترکیې کې پرانستل شو او اتاترک په خپلو لاسونو دافغانستان بیرغ دسفارت پرسر پورته کړي. امان الله خان لومړنی بهرنی پادشاه ؤ چې د ۱۹۲۸ میلادي کال د مۍ په میاشت کې یې ترکیې ته سفر وکړ. ترکیې په دې سفر کې د فني همکاریو لومړنی هوکړه لیک ورسره لاسلیک کړ. له افغانستان سره د ترکیې نږدې همکاریو د دوهمې نړیوالې جګړې تر پیلېدو پورې روانې وې. د افغانستان او ایران ترمنځ د منځنۍ برخې پوله د ترکیې د را استول شوي هیئت لخوا له ۱۹۳۴ تر ۱۹۴۵ میلادي کلونو ترمنځ تنظیم شوه. کله چې اتاترک په ۱۹۳۸ مېلادی کال مړ شو، نو افغانستان یواځینی هیواد و چې دبیرغ په نیم ځوړند کولو سره یې دیوې اوونۍ لپاره په هیواد کې په رسمي ډول دماتم اعلان وکړ.

له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته ترکیې په افغانستان کې دعصري دولتې جوړښتونواو ټولنیزو بنسټونو لکه اداري، نظامی، فرهنګی، زده کړې اوروغتیا په رامنځ ته کولو کې رغنده رول ولوباوه. ترکیې تر ۱۹۶۰ لسیزې پورې افغانستان ته د ښوونکو، ډاکتارانو، نظامي افسرانو اوپه مختلفو برخوکې د کارپوهانو را استولوته دوام ورکړ. د ۱۹۵۷ میلادی کال داګست ۲۶ نه ترسپټمبر تر۸ دظاهرشاه سفر ترکیې ته په ګرمۍ استقبال شو. دځانګړي ملاتړ د ښکارونې په توګه د ترکیې لومړي وزیر په ۱۹۵۶ میلادی کال دجولای له ۲۶ نه تر ۳۰ پورې له کابل څخه لیدنه وکړه او په هغه پسې په کال ۱۹۵۸ میلادي کې د دسیپټمبر له ۱۲ نه تر ۲۲ پورې، د ولسمشرجلال بایار لس ورځینې سفر کابل، کندهار، هلمند، کندز او بغلان ته ترسره شو.

دغو نږدې همکاریو ترکال ۱۹۷۹ یانې د شوروي تر اشغال پورې دوام وکړ. له کال ۱۹۸۹ میلادي را وروسته، ترکیې دافغانستان جګړه څارله او هڅه یې کوله چې دخپل سفارت له لارې چې ترکال ۱۹۹۶ پورې پرانیستی ؤ دسولې او ثبات لارې، چارې ولټوي.

له تیرو وروستیو ۱۹ کلونو راهیسې ترکیې دنظامي او د پولیسو دافسرانو روزنه پیل کړېده چې تردې دمه یې ټولټال ۵۰۶۱ نظامي او ۹۹۱۳ دپولیسو افسران روزلي دي. نن ورځ ترکیې دتاریخ تر ټولو ډېرې مرستې په پراختیایي برخه کې وړاندې کړېدي چې ډېرۍ هغه یې د زده کړو، زیربناوو او روغتیا په برخه کې لګېږي. افغانان په لوړه کچه له ترکیې څخه دتحصیلي بورسونو غوښتونکي او ترلاسه کونکي دي. په اته ولایتونوکې دترکیې ۲۱ ښوونځي او څلور د زده کړو مرکزونه دي چې ۷۰۸۰ زده کونکي لري او موږ غواړو چې په نورو ولایتونو کې نوي ښوونځي پرانېزو. د افغانستان مختلفو سیموته د لاس رسي په موخه مو د ۲۰۲۰ کال دجون په میاشت کې خپله دوهمه سرقونسلګري دهرات په ښار کې پرانسته او په روان کال کې د کندهار په ولایت کې د دریمې سرقونسلۍ د پرانیستو چمتوالی روان دی.

افغانستان له څلورو لسیزو راپه دیخوا کړېږي. د سولې ډیر وختونه یې له لاسه ورکړل. خو د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر له ۱۲ نېټې راپه دیخوا چې دافغانستان د سولې بهیر پیل شوی دی نو یو تاریخي فرست سولې ته د رسیدو لپاره رامنځ ته شوی. له دې سره، سره موږ باید دا هیر نه کړو چې دسولې لاره اوږده او له خنډونو ډکه ده. نو موخه باید یواځې ژر راتلونکې سوله نه، بلکې تلپاتې او پایښتي سوله وي. نو له دې امله ښکېلې خواوې مسؤلیت لري چې دا فرست له لاسه ورنه کړي.

ترکیه تل د افغانانو په رهبرۍ او ملکیت دسولې د روان بهیر پلوی کوي. په دې اړه ترڅو چې زموږ دمرستې اړتیا وي، چمتویو چې له افغان وروڼوڅخه ملاتړ وکړو ترڅو د هغې تلپاتې سولې د راوستو دهڅو ګډون وال شو چې دافغانستان د هرې طبقې خلکو او دسیمې اونړیوالو، لوبغاړو د هرکلي وړ وګرځي.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې