يوې امېنداورې کډوالې افغانې په يونان کې ځان سېځلی
۱۰ حوت ۱۳۹۹ 183677 0 نظر سرخط ورځپاڼه

يوې امېنداورې کډوالې افغانې په يونان کې ځان سېځلی

 

د يونان د کډوالو چارو وزارت وايي، د هغه هېواد په لسبوس جزيره کې يوې افغانې کډوالې چې امنېدواره هم ده، د کډوالو په کمپ کې ځان ته اور اچولی دی.

دوی وايي، تر اورلګېدو وروسته پوليس سيمې ته تللي او دغه ښځه يې روغتون ته رسولې ده.

د يونان پوليس وايي، دغه شپږويشت کلنې افغانې ښځې لومړی له خېمې څخه خپل دوه اولادونه ايستلي او بيا يې ځان ته اور اچولی دی.

دوی وايي، کډوالې افغانې وروسته له هغه ځان ته اور اچولی چې پوه شوه المان يې د پنا غوښتنه رد کړه.

د يو نان د کډوالو وزارت وايي، دغه ښځه نه ده پوهېدلې، د المان حکومت يې غوښتنه منلې، يوازې يې دومره ورته ليکلي دي چې د اولاد تر زېږدو پورې دي د کډوالو په دغه کمپ کې پاتې شي، خو دا نه ده پوهېدلې او فکر يې کړی چې رد شوې ده.

که څه هم مسافره افغانه او د هغې په ګېډه کې ماشوم له اوره ژوندي پاتې شوي، خو اوس به ورسره د يونان پوليس د خېمې د سوځولو له امله حساب کتاب کوي.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې