اسد اڅکزی د پاکستان يوه عسکر وژلی
په کوټه کې د عوامي نېشنل ګوند د تښتول شوي يوه ايالتي مشر اسد اڅکزي جسد په يوه څاه کې تر موندل کېدو ورسته اوس د کوټې د عمومي تفتيش مرستيال مشر اظهر اکرم ومنله چې هغه يوه پاکستاني عسکر وژلی دی.
اسد اڅکزی پنځه مياشتې وړاندې د کوټې ښار د هوايي ډګر له سړک څخه تښتول شوی و او اوس يې جسد موندل شوی دی.
د کوټې د عمومي تفتيش مرستيال مشر اظهر اکرم وايي، د اڅکزي قاتل د پاکستان د لېوي ځواک يو عسکر دی، اسرار احمد نومېږي او په وسلهوالو غلاوو کې هم ښکېل دی.
د اسد اڅکزي جسد تر موندل کېدو وروسته د کوټې ملکي روغتون ته لېږدول شوی، ډاکټرانو ويلي، هغه يې پر سر په مرمۍ ويشتی او جسد يې هم اوس بېخي په بد حالت کې دی.
عوامي نېشنل ګوند د خپل دغه مشر د وژل کېدو په غبرګون کې په کوټه ښار سربېره، د پاکستان په ډېری ښارونو کې کاربنديز اعلان کړی دی.
پوليس وايي، د غلا په يوه قضيه کې يې د اسرار احمد په نامه پاکستانی عسکر د اسد اڅکزي له موټر سره ونيو او پوښتنې يې ورڅخه پيل کړې چې پر هغه يې څه کړي دي.
عسکر وروسته ويلي دي چې هغه يې وژلی او په نوحصار نومې سيمه کې يې په يوه څاه کې غورځولی دی.
اسد اڅکزی څوک و؟
اسد اڅکزي سياست ته تر راتلو مخکې په يوه موسسه کې کار کاوه. په دوه زره اتلسم کال کې يې له دندې استعفا ورکړه او په کوټه کې د عوامي نېشنل ګوند وياند وټاکل شو.
د ده د تښتول کېدو او په پاکستان کې د ورکو شويو کسانو د ورکولو په غبرګون کې د روانې مياشتې په دوه ويشتمه عوامي نېشنل ګوند پراخ احتجاجونه کړي ول.
تر دې وړاندې له کوټې څخه د عوامي نېشنل ګوند يو بل سرلاری ارباب ظاهر کاسی هم تښتول شوی و.
0 نظرونه