د طالبانو شاعر وايي، توغندي او بېپيلوټه الوتکې يې ګوتو ته ورغلې
د طالبانو د قطر دفتر غړی انس حقاني وايي، د طالبانو لاس ته بېپيلوټه الوتکې او مزايل ورغلي دي او په ماشه ولاړ دي چې جګړه شروع کړي دي.
ده ويلي دي، که چا ورسره د سولې خبرې اخوا دېخوا کړې، يا يې د امريکا او طالبانو تړون په لغته وواهه، دوی به خورا خونړي جنګ ته لاس واچوي.
انس ويلي، مخالف لوری به يې فکر کوي چې طالبان به د تېر په څېر پسته جګړه کوي، خو په خبره يې، اوس تر پخوا ډېر خونړي شوي دي.
دی وايي، د بېپيلوټه الوتکو ټيکنالوجي په لاس ورغلې او مزايل هم لري او په خبره يې، که دا ځل جنګ شروع شو، دا به داسې جګړه وي چې تر اوسه چا نه ده ليدلې.
د طالبانو دغه شاعر په اعدام محکوم و، خو د پوهنتون د دوو استادانو د راخوشې کولو په بدل کې، خوشې شو.
انس څه موده وړاندې قطر ته د تللي افغان پلاوي يوه غړي ته ويلي و چې نه د طالبانو په ليکو کې خوشحاله دی، نه د جنګ سړی دی او نه يې په قطر کې زړه لګېږي.
ده ويلي و، شاعر دی، خو طالبان په زور جنګ ورباندې کوي.
1 نظرونه
فرزاد هدايت
یکشنبه، ۱۰ حوت ۱۳۹۹پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply