افغان سيکان او هندوان وايي، د پلار او نيکه پر ځمکو يې چور ګډ دی
د افغانستان هندوان او سيکان وايي، لا يې هم د پلرونو او نيکونو پر ځمکو چور ګډ دی او زورور يې له خپلو مېنو په زور شړي او ځمکې يې ورڅخه لاندې کوي.
دوی وايي، حکومتي چارواکيو ته په ويلو ويلو يې نور ستوني کښېنستي، خو نه يې چا غم خوړلی او نه هم تمه کېږي چې څوک دې اقدام وکړي.
په ولسي جرګه کې د سيکانو استازی نرندر سينګ خالصه وايي، نه يوازې په کابل، بلکې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې يې ځمکې لاندې شوې دي.
دی وايي، بيا بيا يې دغه موضوع په پارلمان کې ياده کړې او له حکومتي چارواکيو سره يې هم شريکه کړې ده، خو چا غوږ نه دی ورته نيولی.
خالصه وايي، هندوان او سيکان د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې سلګونه زره جريبه ځمکې لري چې له پلرونو او نيکونو ورته پاتې دي، خو اوس يې لويه برخه زورورو لاندې کړې دي.
دی وايي، دوی کمزوري خلک دي، نه خپلې پخوانۍ غصب شوې ځمکې بېرته تر لاسه کولای شي او نه هم د نورو ځمکو د غصب مخه نيولای شي.
د خالصه په خبره، دوی هم د دې وطن اوسېدونکي دی او بايد حکومت يې يو غم وخوري.
څو ورځې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح ويلي و چې د هندوانو او سيکانو ټولې غصب شوې ځمکې به خلاصوي او دوی ته به يې سپاري.
صالح ويلي و، ځينو زورورو په خورا بېشرمي د وطن د يوه بې ازاره اقليت او وطندوستو افغانانو ځمکې لاندې کړې او جعلي اسناد يې ورته جوړ کړي دي چې ژر به ورڅخه واخيستل شي او خپلو څښتنانو ته به يې ورکول شي.
صالح ويلي و، د هندوانو او سيکانو زياتې ځمکې په هغو ځايونو کې غصب شوې دي چې د ځمکې نرخونه يې لوړ وي.
ده ويلي و، زورورو هندوان او سيکان يا ګواښلي دي، يا يې مجبوره کړي دي چې وطن پرېږدي، خو حکومت به دغه کسان يوازې پرې نه ږدي او غم به يې وخوري.
که څه هم د ولسمشر لومړي مرستيال زورورو ته ګوته څنډلې وه چې د سيکانو او هندوان غصب شوې ځمکې به ورڅخه بېرته اخلي، خو تر اوسه چې هيڅ نه دي شوي، ښکاري چې دا وعده هم د اوبو جوړا وه.
0 نظرونه