حکمتيار وايي، پر کابل ټولې لارې بندوي
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي، د حکومت له خوا د دوی د غوښتنو د نه منلو په غبرګون کې پر کابل ټولې لارې تړي.
دی وايي، نه پر ارګ ورخېژي، نه يې محاصره کوي، خو کابل ته له څلورو خواوو راغلې ټولې لارې تړي.
حکمتيار وايي، د لارو تر تړلو مخکې به خلکو ته خبر ورکوي چې کابل ته دې نه راځي او بيا چې يې لارې وتړلې، تر هغه وخته يې نه خلاصوي چې غوښتنې يې منل شوې نه وي.
حکمتيار څو ورځې وړاندې هم د حکومت له خوا د دوی د بنديانو د نه ورخوشې کولو په غبرګون کې د ارګ د محاصره کولو او پر دېوالو ور ختلو ګوته څنډلې وه.
د ده څرګندونې امرالله صالح ټوکې ټکالې بللې وې.
0 نظرونه