د سعودي وليعهد اپنډيکس شوی
عربي رسنۍ وايي، د سعودي عربستان وليعهد شهزاده محمد بن سلمان اپنډيکس شوی او روغتون ته وړل شوی دی.
شهزاده د رياض کينګ فيصل سپېشليسټ روغتون ته وړل شوی او د دغه روغتون ډاکټرانو ويلی دي چې عمليات يې بريالي تر سره شوي دي.
دا مهال شهزاده له روغتون څخه کور ته لېږل شوی او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښوول شوی دی.
0 نظرونه