پوروړي پاکستان قاچاق پيل کړ؛ نېدرلېنډز له پاکستانه ورغلي يو نيم زر کيلو هيرويين نيولي
د نېدرلېنډز چارواکي وايي، له پاکستان څخه په ور وړل شوې مالګه کې يې يو زر او پنځه سوه کيلو ګرامه هيرويين چې په خورا مهارت ځای پر ځای شوي ول، نيولي دي.
چارواکي وايي، پاکستان د هماليې د غرونو د مالګې په نامه دغه مالګه روټرډيم ښار ته لېږلې وه او دوی چې وکتل، په منځ کې يې په دومره لويه اندازه هيرويين پيدا شول.
د دوی په خبره، د دغو هيرويينو په نيولو کې ورسره د جرمونو پر ضد د بريټانيا ادارې هم کمک کړی دی.
د ورکول شويو مالوماتو په اساس، د نيول شويو هېرويينو بيه تر پنځه څلوېښت نيم ميليونه يورو هم اوړي.
له دغو هيرويينو سره پنځه تنه هم نيول شوي دي.
0 نظرونه