پوليسو په شل افغانۍ يو موټر چلوونکی شهيد کړی
د کابل کندهار پر لويه لاره نن بيا د پوليسو او موټر چلوونکيو تر منځ شخړه شوې، پوليسو يو موټر چلوونکی د شلو افغانيو د نه ورکړې له امله شهيد کړی او اوس بيا لاره بنده ده.
دغه پېښه په غزني کې شوې ده.
د سيمې اوسېدونکيو سرخط ورځپاڼې ته ويلي دي چې پوليس لا هم نه دي اصلاح شوي او لا هم د لارې په اوږدو کې له موټر چلوونکيو ناقانونه پيسې اخلي.
د همدې ناقانونه پيسو د اخيستو له امله موټر چلوونکيو شاوخوا يوه مياشت وړاندې هم دغه لاره تړلې وه چې تر څلورو اوونيو يې دوام وکړ.
اوس مالومه نه ده چې دا ځل به تر کومه وخته د هېواد دغه لويه لاره د موټرو پر مخ تړلې وي.
0 نظرونه