افغانانو ته که يې وګټې هم غم، که يې وبايلې هم؛  احمد ولي هوتک له خپل برازيلي سيال سره بيا سيالي ته ځي
۵ حوت ۱۳۹۹ 434780 0 نظر سرخط ورځپاڼه

افغانانو ته که يې وګټې هم غم، که يې وبايلې هم؛ احمد ولي هوتک له خپل برازيلي سيال سره بيا سيالي ته ځي

 

د افغانستان رزمي قهرمان احمد ولي هوتک تابيا نيولې چې بيا له خپل برازيلي سيال سره دا ځل له هېواده د باندې پنجې نرمې کړي.

احمد ولي هوتک له خپل برازيلي سيال ليونارډو باربوسا سره څو ورځې وړاندې په کابل کې زور وازمايه، ماتې يې ورکړه، خو تر ماتې وروسته يې سيال ادعا وکړه چې يوه وسله‌وال کس تر لوبه وړاندې ګواښلی چې بايد لوبه وبايلي.

ليونارډو باربوسا ويلي دي، مخکې له دې چې رينګ ته ننوځي، د جامو بدلولو ځای ته راپسې يو وسله‌وال کس راغی، په خبره يې نه پوهېدم، خو څه يې ويل.

دی وايي، وروسته ورپسې هماغه کس د لوبې ميدان ته ورغی او ده د هغه له ډاره لوبه وبايلله.

ليونارډو باربوسا ويلي دي چې احمد ولي هوتک دې ور سره يو ځل بيا پنجې نرمې کړي، خو دا ځل دې سيالي له افغانستانه د باندې وي.

احمد ولي هوتک وايي، افغانان عجيب خلک دي، که يې ور ته وګټې هم نه خوشحالېږي او که ماتې وخورې هم دې نه پرېږدي.

دی وايي، د سيالي تر ګټلو وروسته خلکو اوازې خپرې کړې چې دغه لوبه يې په رشوت ګټلې او بيا يې سيال هم همداسې يوه ادعا وکړه.

دی وايي، له خپلو مينه‌والو سره تر سلا مشورو وروسته اماده دی چې په عربي متحده امارات کې له خپل برازيلي سيال ليونارډو باربوسا سره يو ځل بيا د مټو زور و ازمايي.

هوتک وايي، د سيال په ماتې خوړلو يې د برازيل خلک دومره نه دي خپه شوي، لکه افغانان چې د ده په بريا خپه شول.

د هوتک او ليونارډو باربوسا تر منځ سيالي د سلواغې په درويشتمه شپه په کابل کې په درې اويا کيلو ګرامه وزن کې وشوه.

د دغې سيالي په دويم پړاو کې هوتک خپل سيال په ځيګر کې په ځنګانه وواهه، پر ځمکه يې وغورځاوه او ماتې يې ورکړه.

احمد ولي هوتک د يو چا له خوا په چاکوګانو تر وهلو دوه کاله وروسته دغه سيالي وکړه.

کېميا يوسفي د اولمپيک لوبو له بلې لړۍ پاتې شوه

Jul 30, 2021 29

د افغانستان د ځغاستې ملي لوبغاړې کېمیا یوسفي په ټوکيو کې د اولمپيک د دوه زره يوويشت کال په سياليو کې نن بیا د ځغاستې په يوه سيالي کې برخه واخيسته، په ملي کچه يې ريکارډ جوړ کړ، [...]

ملي لوبغاړي محمد نبي له نادارو سره مرسته کړې

Apr 24, 2021 29

د کرکيټ د ملي لوبډلې غړي او ملي لوبغاړي محمد نبي په کابل کې له ګڼ شمېر بې‌وزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

نبي په انعام کې ګټلې پيسې د هېواد په نادارو وېشي

Mar 04, 2021 29

د افغانستان د کريکټ وتلی لوبغاړی محمد نبي وايي، په هره لوبه کې چې د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شي او انعام ورکول شي، دی يې ځان ته نه، بلکې د هېواد نادارو ته ورکوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې