افغانان بيا د سولې په اړه له طالبانو سره په قطر کې کښېنستي
قطر ته د سولې د تللي افغان پلاوي ځينو غړيو او رييس له طالبانو سره نن بيا په قطر کې ليدلي او دواړو غاړو پر دې موافقه کړې چې د سولې خبرې به لا پسې اوږدوي.
د طالبانو د قطر د دفتر وياند ملا نعيم وايي، د دواړو ټيمونو رييسانو او ځينو غړيو نن بيا په قطر کې سره وليدل.
دی وايي، په دغه ناسته کې بيا وعدې وشوې چې د سولې خبرې به پسې غځوي او په دې سربېره، د اجنډا جوړوونکيو ټيمونو ته هم ورياده کړل شوې ده چې خپلو ناستو ته دې دوام ورکړي.
د سولې خبرې په داسې حال کې پڅې او سړې روانې دي چې په وطن کې دننه د وژنو بازار په حيرانوونکې توګه لا تود شوی دی.
0 نظرونه