د افغانستان يونيم‌زر کلنه کلا بيا رغېږي
۴ حوت ۱۳۹۹ 52 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د افغانستان يونيم‌زر کلنه کلا بيا رغېږي

 

 

د افغانستان حکومت وايي، په کابل کې يې د بالاحصار د يو نيم زر کلنې کلا بيا جوړولو ته مټې را بډوهلې دي او ژر به د دغې تاريخي کلا د دېوالونو تهدابونه ټينګ او نور هم لاس ورباندې ووهل شي.

 

په دې سربېره به د بالاحصار کلا په سيمه کې د لرغون‌پېژندنې يو مرکز هم جوړ شي.

 

د دغې پنځلس سوه کلنې کلا پر جوړولو، هند او اغا خان بنسټ له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره ګډ کار کوي.

 

د بالاحصار زړه کلا په زاړه کابل کې جوړه شوې، کلونه کلونه ورڅخه د يوه نظامي مرکز په توګه کار اخيستل کېده او په کورنيو جنګونو کې درانه زيانونه ور اوښتي دي.

 

دغه کلا تر دوه زره څوارلسم کال پورې د ملي دفاع وزارت اړوند وه او هغوی ورڅخه د پوځي قرارګاه کار اخيست.

 

ځينې لرغون‌پوهان وايي، تر اسلام مخکې بودايان په دغه کلا کې مېشت ول.

 

د تاريخ په اوږدو کې دغه کلا په ځلونو د نظامي مرکز په توګه کارول شوې او د افغانانو او انګليسانو په اول او دويم، دواړو جنګونو کې ورڅخه د پوځي مرکز کار اخيستل شوی دی.

 

په دې سربېره، پر افغانستان د شوروي د يرغل پر مهال هم دغه کلا پوځي مرکز و، خو اوس اغا خان بنسټ د دغې کلا د تهدابونو ټينګولو، هلته د لرغون‌پېژندنې مرکز او يوه تفريحي پارک جوړولو ته مټې را نغښتې او لګښت يې هند ورکوي.

 

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير طاهر ظهير وايي، بالاحصار د شاهانو د اوسېدو ځای پاتې شوې او شل کاله د ظهير الدين بابر د سلطنت مرکز هم پاتې شوې ده.

 

اغا خان بنسټ له څو کالو راهيسې د افغانستان د تاريخي ودانيو جوړولو ته مخه کړې او تر اوسه يې د چهلستون او علم ګنج باغونو، د هرات د پنځم منار، د کابل د زاړه ښار، په بلخ کې د نهو ګنبدو جومات، د هرات ارګ او ځينې نورې ودانۍ بيا رغولې دي.

 

د راټولو شويو مالوماتو په اساس، د افغانستان تر دوه سوه زياتې تاريخي ودانۍ نړېږي، خو حکومت يې رغولو ته نه پام لري، نه بودجه.

افغان سيکان او هندوان وايي، د پلار او نيکه پر ځمکو يې چور ګډ دی

Feb 26, 2021 29

د افغانستان هندوان او سيکان وايي، لا يې هم د پلرونو او نيکونو پر ځمکو چور ګډ دی او زورور يې له خپلو مېنو په زور شړي او ځمکې يې ورڅخه لاندې کوي.

سږ کال ۲۰۱۹ تنه افغان ماشومان شهيدان او ژوبل شوي

Feb 24, 2021 29

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن وايي، سږ کال هم په هېواد کې د ماشومانو پر ضد د تاوتريخوالي کچه لوړه وه او يوازې په ناامنيو او ځينو نورو پېښو کې سږ کال تر اوسه دوه زره او [...]

محسن داوړ لاره بېله کړه؛ محسن له افراسياب خټک سره، بله سياسي ډله جوړوي

Feb 22, 2021 29

د پښتون ژغورنې غورځنګ سرلاري او د پاکستان د ملي شورا غړي محسن داوړ له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه لاره بېله کړې او د ځينو نورو پښتنو سياسي مشرانو په ملګرتيا غواړي له دغه غورځنګ [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې