محسن داوړ لاره بېله کړه؛  محسن له افراسياب خټک سره، بله سياسي ډله جوړوي
۴ حوت ۱۳۹۹ 248478 0 نظر سرخط ورځپاڼه

محسن داوړ لاره بېله کړه؛ محسن له افراسياب خټک سره، بله سياسي ډله جوړوي

 

د پښتون ژغورنې غورځنګ سرلاري او د پاکستان د ملي شورا غړي محسن داوړ له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه لاره بېله کړې او د ځينو نورو پښتنو سياسي مشرانو په ملګرتيا غواړي له دغه غورځنګ بېله، يوه بله سياسي ډله جوړه کړي.

 

له محسن داوړ سره د عوامي نېشنل ګوند پخوانی سناتور افراسياب خټک، د عوامي نېشنل ګوند مخکېنی غړي لطيف اپرېدی، بشرا ګوهر او د عوامي نېشنل ګوند مخکېنۍ غړې جميله ګيلاني هم ملګري دي.

 

دوی دغه پرېکړه تېره ورځ وروسته له هغه کړې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين وويل، غورځنګ يې پارلماني سياست نه کوي او نه هم غواړي د پاکستان له حکومت سره کار وکړي.

 

د دوی له منځه ځينو سرچينو سرخط ورځپاڼې ته ويلي دي چې محسن داوړ د پښتون ژغورنې غورځنګ د تګ له لومړۍ ورځې لا هڅې کولې چې منظور پښتين وهڅوي چې له غورځنګ څخه د پاکستان يوه سياسي ډله جوړه کړي، خو هغه و نه منله.

سرچينې وايي، محسن داوړ علي وزير هم هڅولی و چې د سياسي ډلې په جوړولو کې ورسره لاس يوسي، خو هغه هم ورڅخه مخ اړولی و.

 

تر اوسه د محسن داوړ او افراسياب خټک د سياسي ډلې نوم نه دی روښانه، خو د دوی له منځه راوتلي مالومات ښيي چې دا مهال يې پر منشور جوړولو بوخت دي.

 

دغه مالومات ښيي چې محسن داوړ غواړي د سياسي ډلې تر جوړولو ورووسته هم له پښتون ژغورنې غورځنګ سره د ځينو نورو سياسي ډلو په څېر راشه درشه ولري او اړيکې ورسره خړې پړې نه کړي.

 

د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينو مهمو کسانو سرخط ورځپاڼې ته ويلي دي چې د منظور پښتين زړه له ډېره وخته پر محسن داوړ غل و.

 

دوی وايي، محسن داوړ د پښتون ژغورنې غورځنګ په استازيتوب له بېلابېلو سياسي ډلو ټپلو سره تارونه غځولي وو او دې کار منظور پښتين اندېښمن کړی و چې د پښتنو دغه غورځنګ ورڅخه برمته نه کړي.

 

محسن داوړ وايي، دوی پر سياسي مبارزه باور لري، نو ځکه غواړي يوه سياسي ډله جوړه کړي.

 

تر دې وړاندې چې په دوه زره اتلسم کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړيو محسن داوړ، علي وزير او عبدالله ننګيال ځانونه د پارلمانو څوکيو ته کانديد کړي وو، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين ويلي وو چې دا يې شخصي پرېکړه ده، غورځنګ يې نه ملاتړ کوي او نه يې هم غندنه.

 

د پښتون ژغورنې غورځنګ په رهبري کې وروسته له هغه ناندرۍ او ترينګلتيا پيدا شوه چې د دغه غورځنګ لپاره تګلاره او کړنلاره وليکل شوه او په هغې کې دوه داسې ټکي ول چې محسن داوړ پرې نيوکې درلودې.

 

له هغو ټکيو يو يې دا و چې د کومې بلې سياسي ډلې غړي کولای شي د پښتون ژغورنې غورځنګ سرلاري او پرېکړه کوونکي وو اوسي که نه؟ او دويمه يې دا چې دغه غورځنګ به پارلماني سياست کوي، که ناپارلماني؟

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې