په ډېره غازيخان کې يوه وسلهوال په ناتار ډزو کې ۲۱ پاکستانيان وژلي او ژوبل کړي دي
د پاکستان د پنجاب په ډېره غازي خان کې يوه په څادر کې پېچلي وسلهوال د ښار په منځ کې ناتار ډزې کړې دي، اووه پاکستانيان يې ځای پر ځای وژلي او څوارلس نور يې له پښو غورځولي دي.
د سيمې د پوليسو مشر عمر سعيد ملک وايي، هيڅوک نه پوهېږي چې دې وسلهوال ولې د ښار په منځ کې پر خلکو شاجورونه تش کړل او چا را لېږلی و.
دی وايي، په بريد کې د مرميو تر ختمېدو وروسته خلکو پر دغه کس د کاڼو او ډبرو وارونه کړي او همالته يې وژلی دی.
د ډېره غازي خان د روغتون مسوولين وايي، په څوارلسو تنو کې ډېر يې په نازکو ځايو لګېدلي او تمه نه کېږي چې ژوندي دې پاتې شي.
تر اوسه کومې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دی منلی.
0 نظرونه