
د کرينه کپور بيا زوی زېږېدلی
د هندي سېنما د ښايستوکې فلمي ستورې کرينه کپور بل زوی زېږېدلی، خو تر اوسه يې نوم نه دی ورباندې ايښی.
هندۍ رسنۍ وايي، کرينه کپور يې نن سهار په پاو کم پنځه بجې د ممبيي برج کينډي روغتون ته يووړه او په اته نيمې بجې يې زوی وزېږېده.
کرينه کپور او د هغې مېړه سيف علي خان تر دې وړاندې هم يو زوی زېږولی و چې تېمور نوم يې ورباندې ايښی او په هند کې دومره مشهور شوی و چې حتا پر انټرنيټ تر خپل مور او پلار هم زيات سرچ شوی و.
تېمور دا مهال د څلورو کالو دی.
0 نظرونه