ولسمشر وايي، طالبان به ورڅخه په ژوند د موقت حکومت مخ و نه ګوري
ولسمشر غني وايي، تر څه وخته چې ساه پکې چلېږي، طالبان او ځينې نور به ورڅخه د موقت حکومت مخ هم و نه ګوري.
ولسمشر دغه څرګندونې د جګړې د قربانيانو له کورنيو او د جګړې د لومړۍ کرښې له سرتېرو سره په خبرو کې وکړې.
ولسمشر په دغو خبرو کې وويل، ځينې سړي او ډلې د خلکو د ذهنونو د مغشوشولو په موخه د موقت حکومت کيسې کوي.
ده وويل، دغسې ډلې او کسان دې واوري چې دی داسې بوټی نه دی چې هر باد يې ولړزولای شي.
ولسمشر وايي، تر څو چې يې په بدن کې ساه او په رګونو کې وينه چلېږي او د افغانستان سرتېري ورسره وي، هيڅوک به حتا د موقت حکومت مخ هم ځنې و نه ګوري.
د ولسمشر په خبره، سرتېري ورځ تر بلې پياوړي کېږي او نړۍ يې هم ملاتړ کوي، په داسې حالت کې د موقت حکومت خبرې خوب او خيال دی چې امکان هم نه لري.
څه موده وړاندې د طالبانو يوه کس په مسکو کې هم ويلي و چې د افغانستان اوسنی حکومت بايد ونړېږي او پر ځای يې موقت اسلامي حکومت جوړ شي.
0 نظرونه