طالبانو په جنوبي وزيرستان کې هم تر لسو ډېر پاکستاني عسکر وژلي
۲ حوت ۱۳۹۹ 219450 0 نظر سرخط ورځپاڼه

طالبانو په جنوبي وزيرستان کې هم تر لسو ډېر پاکستاني عسکر وژلي

 

پاکستاني طالبان وايي، د جنوبي وزيرستان په مکين کې يې هم پر پاکستاني پوځيانو بريد کړی او تر لسو ډېر يې ورڅخه وژلي دي.

د دغې ډلې وياند محمد خراساني سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې ملګري يې له سپکو او درنو وسلو سره د پاکستاني پوځيانو د مکين پر پوسته ورختلي او پر پوځيانو يې ډزې کړې دي.

دی وايي، ګڼ شمېر نور ژوبل شوي هم دي چې وروسته بيا الوتکو د پېښې له ځايه لېږدولي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو اداره هم دغه بريد مني، خو وايي، يوازې څلور عسکر يې وژل شوي دي.

دغې ادارې د وژل شويو عسکرو نومونه عمران علي، عاطف جهانګير، انيس الرحمان او عزيز الله ښوولي دي.

د پوځ په خبره، په ځوابي ډزو کې يې څلور طالبان هم وژلي.

بلوڅو يو موټر پاکستاني پوځيان الوځولي

Aug 13, 2021 29

د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، د بلوچستان په کوټه ښار کې يې يو موټر پاکستاني پوځيان په بم الوځولي دي.

وسله‌والو هغه کسان وژلي چې د پاکستان بيرغونه يې خرڅول

Aug 10, 2021 29

په داسې حال کې چې پاکستانيان د پاکستان د زېږېدو د کاليزې نمانځلو ته تياريانې نيسې، بلوڅ وسله‌والو په کوټه ښار کې پنځه تنه هغه دوکانداران وژلي چې د پاکستان بيرغونه او د زېږېدو [...]

بلوڅو په تربت کې پاکستاني پوځيان په بمونو الوځولي

Aug 10, 2021 29

د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، جنګياليو يې د بلوچستان په تربت سيمه کې د پاکستاني پوځيانو يوې پوستې ته بمونه ورغورځولي او خپله ورڅخه روان شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې