احمد ولي مسعود هم د پاکستان اوبه وڅښلې؛ د کورنۍ جګړې خبره يې کړې
د شمال د پخواني جنګي قوماندان احمد شاه مسعود ورور او د مسعود بنياد مشر احمد ولي مسعود پاکستان ته تللی او هلته يې ويلي دي چې نه يوازې يې د سولې له پروسې تمه ختلې، بلکې پر پاکستان يې هم مينه راغلې ده.
احمد ولي مسعود د پاکستان په فرمايش له پنځلسو نورو نفرو سره پاکستان ته تللی او هلته يې د هغه هېواد له لومړي وزير عمران خان او د ایايسای له مشر سره ليدلي دي.
ده په اسلاماباد کې په يوه مرکه کې ويلي دي چې د سولې له پروسې يې ځکه تمه ختلې چې په دغه پروسه کې د سيمې ټولو هېوادونو او ولسونو ته برخه نه ده ورکول شوې.
مسعود ويلي دي چې د افغانستان په جګړه کې يوازې افغانان نه، بلکې نور هېوادونه هم ښکېل دي او افغان حکومت بايد د دغو هېوادونو خولې ته هم وګوري او د سولې په پروسه کې برخه ورکړي.
د احمد ولي مسعود ورور احمد شاه مسعود تر يوې اندازې د پاکستان په مخالفت مشهور و، خو اوس ولي مسعود هلته ويلي دي چې پاکستان هغسې نه دی، څنګه چې يې په اړه افغانان فکر کوي.
دی وايي، پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي او د ده ورباندې مينه راغلې ده.
مسعود خبرداری ورکړی چې دی باور لري چې د قطر د سولې د کيسې تر ناکاميابېدو وروسته به په افغانستان کې کورنۍ جګړې بيا پيل شي.
پاکستانۍ رسنۍ وايي، هغه مهال چې احمد ولي مسعود له خپلې ډلې سره، له عمران خان سره ليدل، د ایايسای مشر هم ورسره و.
په دغه ليدنه کې عمران خان د احمد شاه مسعود ستاينه کړې ده او ويلي يې دي چې د کورنيو جنګونو پر مهال يې ښه رول لوبولی دی.
احمد ولي مسعود د يوې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان تر دې وړاندې يوازې د افغانستان له ځينو پښتنو سره تار درلود، ايا د دوی سفر خو به دا مانا نه لري چې اوس يې تاجکو او نورو قومونو ته تمه کړې، مسعود ويلي دي چې پاکستان ډاډ ورکړی دی چې غواړي د افغانستان له ټولو قومونو سره دا ځل تار ولري او دی هم تمه لري چې دا يارانه به په بېوفايي نه ختمېږي.
د ده په خبره، د پاکستان پاليسې بدله شوې، د دوی ورته تمه پيدا شوې، خو له پاکستان څخه د راشه درشې د نورې زياتېدو تمه هم لري.
له تېرې څه مودې راهيسې له مخکېني ولسمشر حامد کرزي او جنرال دوستم پرته، حتا د ولسمشر غني په ګډون د افغانستان ډېری سياسي مشران پاکستان ته تللي او هلته يې د خپل وطن په اړه داسې څرګندونې کړې چې بايد نه يې وای کړې.
نن د افغانستان لپاره د روسيې استازي ضمير کابلوف هم په پاکستان کې د هغه هېواد له پوځي چارواکيو سره تر ليدو وروسته ويلي دي چې د سولې کيسه ناکامه ده او بايد په افغانستان کې موقت حکومت جوړ شي.
0 نظرونه