په کوټه کې پر پاکستانيانو چاودنه شوې
۱ حوت ۱۳۹۹ 166299 0 نظر سرخط ورځپاڼه

په کوټه کې پر پاکستانيانو چاودنه شوې

 

 

په کوټه ښار کې د پاکستاني پوليسو د ګزمې پر يوه موټر چاودنه شوې چې له امله يې څو تنه پوليس وژل شوي او ځينې يې ژوبل دي.

دغه چاودنه نن د کوټې ښار د جبل نور په مشرقي بای‌پاس سيمه کې شوې ده.

د لومړنيو ورکول شويو مالوماتو په اساس، بم په يوه موټر سايکل کې ايښوول شوی او د پوليسو موټر چې ور رسېدلی، بم الوتی دی.

تر اوسه د دغې چاودنې مسووليت کومې ډلې نه دی منلی، خو هلته زيات وخت دغسې چاودنې بلوڅ وسله‌وال کوي.

بلوڅو يو موټر پاکستاني پوځيان الوځولي

Aug 13, 2021 29

د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، د بلوچستان په کوټه ښار کې يې يو موټر پاکستاني پوځيان په بم الوځولي دي.

وسله‌والو هغه کسان وژلي چې د پاکستان بيرغونه يې خرڅول

Aug 10, 2021 29

په داسې حال کې چې پاکستانيان د پاکستان د زېږېدو د کاليزې نمانځلو ته تياريانې نيسې، بلوڅ وسله‌والو په کوټه ښار کې پنځه تنه هغه دوکانداران وژلي چې د پاکستان بيرغونه او د زېږېدو [...]

بلوڅو په تربت کې پاکستاني پوځيان په بمونو الوځولي

Aug 10, 2021 29

د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، جنګياليو يې د بلوچستان په تربت سيمه کې د پاکستاني پوځيانو يوې پوستې ته بمونه ورغورځولي او خپله ورڅخه روان شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې