ناټو له افغانستانه د سرتېرو پر ايستو خاشه واچوله
د ناټو غړيو هېوادونو د دفاع وزيرانو تر دوه ورځې خبرو وروسته، په افغانستان کې د خپلو سرتېريو پر پاتې کېدو تله تېره کړه او اعلان يې وکړ چې اوس په دې اړه څه نه وايي.
د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ وايي، د ناټو غړيو هېوادونو د دفاع وزيرانو نن په افغانستان او عراق کې د دوی د نظامي ماموريت په اړه خبرې وکړې.
دی وايي، وزیران د افغانستان په اړه په خبرو کې له يوې معما سره مخ وو او اسانه نه وه چې له افغانستانه وتل انتخاب کړي، که پاتې کېدل.
دی وايي، د طالبانو او امريکا تر منځ په تړون کې د مې مياشتې اوله ورځ له افغانستانه د بهرنيو سرتېرو د وتو ورځ ټاکل شوې، که نور ووتل دوی هم وځي، که نه، هغه وخت به ګوري.
د ناټو سرمنشي وويل، يو شی واضح او روښانه دی او هغه دا چې دوی د افغان سرتېرو ملاتړ او ملګرتيا ته د تېر په څېر دوام ورکوي.
0 نظرونه