کمانډو د طالبانو بل زندان مات کړی
د افغانستان کمانډو سرتېري په کندوز کې د طالبانو پر يوه زندان ورختلي، زندان يې مات کړی او پکې بند څلرويشت تنه يې را خوشې کړي.
۲۱۷ پامير قول اردو سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې کمانډو سرتېرو تېره شپه د کندز د اقتاش ولسوالي په کابلي قشلاق کلي کې پر دغه زندان بريد کړی دی.
په راخوشې شويو زندانيانو کې درويشت يې نظاميان او يو ملکي کس دی.
کمانډو تېره ورځ هم د طالبانو زندان مات کړی و او پکې بندي ګڼ شمېر نظاميان او ملکيان يې را خوشې کړي ول.
0 نظرونه