نن د ناټو مشران په افغانستان کې د سرتېرو پر پاتې کېدو غږېږي
نن د ناټو هېوادونو د دفاع وزيران د افغانستان په اړه غونډه لري او په دغه غونډه کې په افغانستان کې د سرتېرو د پاتې کېدو او يا ورڅخه وتو په اړه غږېږي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند روح الله احمدزی وايي، دغه غونډه به انلاين وي او د افغانستان د دفاع وزارت استازي به هم برخه پکې لري.
دی وايي، افغانستان تمه لري چې د ناټو مشران به د افغان حکومت، سرتېرو او خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.
تر دې مخکې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي و چې بېړه نه لري چې له افغانستانه ووځي.
دا مهال د ناټو هېوادونو لس زره سرتېري په افغانستان کې د افغان سرتېرو په روزنه بوخت دي.
0 نظرونه