پيره کامله رارسېږه؛  ولسمشر غني د خواجه معین الدین چشتي پر زيارت څادر غوړوي
۲۹ دلو ۱۳۹۹ 184215 0 نظر سرخط ورځپاڼه

پيره کامله رارسېږه؛ ولسمشر غني د خواجه معین الدین چشتي پر زيارت څادر غوړوي

 

ولسمشر غني د هند په راجستان کې د خواجه معين الدين چشتي زيارت ته څادر ورلېږلی چې د جمعې په ورځ به د هغه پر مزار وغوړول شي.

په هند کې د افغانستان سفارت وايي، له دغه څادر سره يو ليک هم لېږل شوی چې پکې د خواجه معين الدين ستاينه شوې ده.

په هند کې د افغانستان سپرست سفير طاهر قادري وايي، دغه څادر او ليک د خواجه معين الدين چشتي يا خواجه غريب‌نواز د اته سوه او نهم عروس په مناسبت لېږل شوی دی.

ده ازادي راډيو ته ويلي دي چې د ولسمشر له خوا لېږل شوی څادر به د جمعې په ورځ په اجمير کې د خواجه غريب نواز پر مزار وغوړل شي.

خواجه معین الدین چشتی په پنځه سوه اته اتيايم هجري قمري کال د سلطان معزالدين محمد غوري له لښکرو سره هند ته لاړ، هلته يې د چشتیه طریقې بنسټ کېښود او په شپږ سوه او درې دېرشم هجري قمري کال د هند په راجستان کې وفات شو.

دی په هرات کې زېږېدلی و.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې