د لارو بندېدو له امله يو لک او اويا زره چرګان له لوږې مړه شوي
له تېرو شلو ورځو راهيسې په هېواد کې د باروړونکيو موټرو چلوونکيو احتجاج کړی او لارې يې د موټرو پر مخ تړلې چې له امله يې تر اوسه يو لک او اويا زره چرګان له لوږې مړه شوي دي.
اوس اندېښنې دي چې که دغه احتجاجونه همداسې دوام وکړي، پاتې چرګان به هم له لوږې ومري او د چرګانو د فارمونو په برخه کې شوې يو ميليارډ ډالره پانګونه به په اوبو لاهو شي.
په هېواد کې د چرګانو د توليد او پراسيس د ادارې مشر انصار الله بختيانی وايي، د لارو د بندېدو له امله د چرګانو فارمونو ته خواړه پر وخت نه رسېږي.
دی وايي، دغه خواړه په هرات، کندهار، ننګرهار او کابل کې جوړېږي او بيا ولايتونو ته ځي، خو اوس چې لارې تړل شوې، د خلکو چرګان له لوږې مړه شوي دي.
د ده په خبره، دا مهال د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د اته زره او اته سوه فارمونو چرګان له لوږې سره مخ دي.
بختيانی وايي، د لارو د بندېدو له امله نه يوازې خواړه فارمونو ته نه رسېږي، بلکې چرګان هم له فارمونو څخه ښارونو نه وړل کېږي.
شل ورځې کېږي چې د باروړونکيو موټرو چلوونکيو پر لويو لارو له دوی څخه د ناقانونه پيسو اخيستلو په غبرګون کې احتجاج کړی او وايي، تر هغه به يې موټر ولاړ وي چې حکومت يې غم نه وي خوړلی.
0 نظرونه