ځانمرګي يې وژني، فدايي يې وهي؟  د پکتيا د والي ساتونکيو درې تنه مدني فعالان وهلي
۲۸ دلو ۱۳۹۹ 178426 0 نظر سرخط ورځپاڼه

ځانمرګي يې وژني، فدايي يې وهي؟ د پکتيا د والي ساتونکيو درې تنه مدني فعالان وهلي

 

د پکتيا د والي محمد حليم فدايي ساتونکي اوس په دغه ولايت کې د داړې په شکل ګرځي او په يوه اقدام کې يې د پکتيا درې تنه مدني فعالان وهلي او ګواښلي دي.

 

عرفان ړنګ، سميع الله او روح الله د پکتيا هغه مدني فعالان دي چې د والي د ساتونکيو له خوا د ښار په منځ کې وهل شوي او بيا ولايت مقام ته وړل شوي دي چې فدايي ته يې وروښيي.

 

عرفان ړنګ له سرخط ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، لومړی ورسره د ښار په دويمه ناحيه کې، د کابل بانک مخ ته، د والي يوه نږدې کس مطيع الله سرور خوله اچولې او دوی چې ځواب ورکاوه، هغه ولايت ته زنګ وواهه او د والي ساتونکي يې د دوی وهلو ته را وغوښتل.

 

د والي ساتونکي چې سيمې ته رسېږي، وار له واره د دغو دريو مدني فعالانو له ډلې يو يې رنجر ته غورځوي او برمته کوي يې، خو پاتې دوه چې يې مخه نيسي، په سوکانو او د توپکو په کونداغونو يې وهل ډبول پيلوي.

سرخط ورځپاڼې ته د ورکول شويو مالوماتو په اساس، تر وهلو وروسته د والي ساتونکي د دويمې حوزې پوليس هم سيمې ته راغواړي او امر ورته کوي چې دغه کسان دې حوزې ته يوسي.

 

خبره پر همدې ځای نه ختمېږي او اوس د پکتيا والي حليم فدايي خبرېږي، د حوزې پر امر غوسه کېږي او ورڅخه غواړي چې نيول شوي کسان دې ژر تر ژره ولايت مقام ته ورسول شي.

 

عرفان ړنګ وايي؛

"ولايت ته يې يووړو، زړه مو و چې والي ته ګرېوان وڅيرو چې نفرو يې ډبولي او بې‌عزته کړي يوو، خو والي نه وړل نه راوړل او په سپکو سپورو يې پيل وکړ."

 

د پېښې يو عيني شاهد علي خان احمدزي سرخط ورځپاڼې ته وويل، هله چې د والي ساتونکي د مدني فعالانو په وهلو بوخت ول، ده يې ورڅخه د خلاصولو هڅه وکړه، خو هغوی پر ده هم د کونداغونو وارونه کړي.

 

مدني فعالان وايي، والي له ځانه د هندي فلمونو بدماش جوړ کړی، له خپلو ساتونکيو د داړه‌مارانو غوندې کار اخلي او په ښار کې چې څوک غږ پورته کوي، يا کوم مدني حرکت کوي، ځواب يې دغسې ورکوي او په دې توګه د بيان ازادي هم لوټي.

د دغې پېښې يوه وېډيو هم سرخط ورځپاڼې ته په لاس ورغلې چې پکې ښکاري د والي ملګری مطيع الله سرور د والي ساتونکي مرستې ته را غواړي او د هغوی له رارسېدو سره، وهل ډبول پيلېږي.

 

سرخط ورځپاڼې په دې اړه حليم فدايي ته هم زنګ وواهه، خو چې په موضوع پوه شو، اړيکه يې غوڅه کړه.

حليم فدايي تر دې وړاندې د ميدان وردګو، لوګر او خوست والي هم پاتې شوی دی چې د دغو دريو واړو ولايتونو خلک ورڅخه چندان ښه زړه نه لري.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې