ملي امنيت په جلالاباد کې اووه داعشيان وژلي
ملي امنيت وايي، ځانګړو سرتېرو تېره شپه د جلالاباد ښار په اوومه ناحيه کې اووه داعشيان وژلي دي.
له ملي امنيت څخه سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دغه عمليات د غوچکو په ساحه کې شوي او پکې وژل شوي د داعش د رهبري کسان دي.
سرچينه وايي، دغو کسانو له ملکي وګړو څخه د سپر په توګه کار اخیست، خو ځانګړيو ځواکونو په ډېر مهارت سره عملیات تر سره کړل تر څو عامو خلکو ته پکې زیان و نه رسېږي.
ملي امنيت وايي، وژل شویو کسانو پلان درلود چې په جلال اباد ښار کې پر دولتي ارګانونو ځانمرګي او ډلهیيز بریدونه وکړي.
سرتېرو له وژل شويو کسانو څخه یو د انتحاري واسکټ، یوه قبضه راکټ، ۳ کلاشینکوفونه، درې شاجورونه، ۲۰ کړۍ لاسي بمونه او چاودېدونکي توکي هم نيولي دي.
0 نظرونه