جو بايډن ته د افغانستان د مطالعې ډلې پنځه مشورې ورکړې
۱۶ دلو ۱۳۹۹ 197279 0 نظر سرخط ورځپاڼه

جو بايډن ته د افغانستان د مطالعې ډلې پنځه مشورې ورکړې

په امريکا کې يوې ډلې پر دې کار کړی دی چې د افغانستان وضعيت مطالعه او وروسته د امريکا نوي ولسمشر جو بايډن ته مشورې ورکړي.

 

په دغه ډله کې امريکايي سنېټران، ډيپلوماټان او هغه نظاميان شامل دي چې په افغانستان کې يې وخت تېر کړی دی.

 

دغې ډلې خپل راپور خپور کړی او ويلي يې دي چې جو بايډن ته يې پنځه مشورې ورکړې دي.

 

په دغو مشورو کې يې لومړۍ يې دا ده چې امريکا دې د افغانستان د نظام، حکومت او سرتېرو کلک ملاتړ وکړي.

 

دويمه مشوره يې دا ورکړې چې امريکا بايد د سولې په خبرو کې په افغانستان کې پر جمهوريت، ازادي او خپلواکې ټينګار وکړي.

 

د افغانستان د مطالعې د ډلې په راپور کې ويل شوي دي چې په دې سربېره يې جو بايډن ته ويلي دي چې د سولې په روانه پروسه کې دې نه يوازې پر سوله، د فساد پر ضد په مبارزه، خودکفايي او نورو ټينګار نه کېږي، بلکې متحده ايالت دي چې غاښ وچيچي چې بايد طالبانو جګړه سړه او تاوتريخوالی ختم کړي.

 

د سولې د پروسې د بريا لپاره ډيپلوماټيکې هڅې او د سيمې په کچه له هېوادونو سره د افغانستان د نښلولو په برخه کې د افغان حکومت ملاتړ نورې هغه مشورې دي چې د افغانستان د مطالعې ډلې د امريکا ولسمشر ته ورکړې دي.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې