د پاکستان د پروژې لوبغاړی؛ رحماني پر وطن معامله کوي
۱۴ دلو ۱۳۹۹ 240560 0 نظر توريالی سرباز

د پاکستان د پروژې لوبغاړی؛ رحماني پر وطن معامله کوي

د افغانستان د ولسي جرګې رياست د مير رحمان رحماني په نوم د داسې يوه شخص لاس ته ورغلی چې نه د وطن ملي ګټې ورته مهمې دي، نه د سربازانو قربانۍ.

رحماني چې کله پاکستان ته سفر وکړ هلته يې له عمران، د طالبانو له مشرانو او نورو استخباراتي غړو سره کتنې وکړې. رحماني ته دستور ورکړل شو چې د خپل موقف څخه په ګټې اخيستنې دې په هېواد کې د جمهوريت پر ضد د موقت حکومت ملاتړ ته را ودانګي.

پاکستان ته رحماني ته ژمنه ورکړې چې د طالباني واکمنۍ په راتلو سره د ده سياسي او مالي قدرت ته زيان نه رسېږي. ټولې پروژې، شرکتونه، پيسې مانۍ، او هر څه به يې پر خپل ځای وي، او طالبان به ټکس نه ترې اخلي. همدارنګه به موقت حکومت کې غټه ونډه ورکول کېږي.

رحماني يو سياسي نه بلکې يو مالي شخصيت دی. نه د وطن د ملي ګټو په تعريف پوهېږي، نه په دې پوهېږي چې د موقت حکومت په رامنځته کولو به د افغانستان وضيعت کومې خواته ځي. دی يواځې د خپلو شخصي منافعو په خاطر د وطن پر معامله پېژني.

تاسې وګورئ د هېواد وضيعت په  کوم حالت کې دی، او رحماني کومې ډنډورې پيل کړي. د ښوونکي، سرباز او اجير د معاش د لوړېدو تر نوم لاندې يې د ولسي جرګې ځينې احساساتي وکيلان هم تېر ايستلي او په دې خاطر يې د ۱۳۹۹ مالي کال بوديجې ته بنده ور اچولې چې دا معاشونه دې لوړ شي.

په داسې حال کې چې ولسمشر په خپله د متوازن معاش د ټاکلو وعده  کړې وه. رحماني د دې لپاره چې ولس د ده پر خبرو وغولېږي، او دی يې په احساساتو لوبې وکړي خپلې برنامې ته دا نوم ورکړ. اول په کار ده چې د افغانستان مالياتو ته حساب وشي چې د څه باندې يو نيم ميلون مامورينو معاش که يوه افغانۍ هم لوړ شي څومره پيسې کېږي، او دا پيسې له کومه راځي؟

بل چېرته چې بايد معاش لوړ شي هلته بايد د عايداتي سرچينو په اړه غور وشي ارزونه يې  وشي چې د کال تر پايه بسنه کوي، که وچېږي. که رحماني او دا ځينې وکيلان د معاشونو سربازانو او ښوونکو د معاشونو لوړېدل غواړي، غوښتنه دې وکړي چې د دوئ معاشونه کم کړای شي. دوئ هر يو درې لکه افغانۍ معاش اخلي.

هغه وکيلان چې د رحماني د دې استخباراتي برنامو ملاتړ کوي، هغوئ ملي خيانت کوي او بيا دې ځانونه د ولسي غمخواران نه ګڼي. که دوئ ته د ولس او وطن ګټې مهمې وي، په دې حساسو شرايطو کې دې دا پردۍ ببولالې ودروي او د رحماني پر وړاندې دې ودرېږي او صلب صلاحيت دې کړي.

رحماني د هېواد موقننه قوې په استازولۍ د پاکستان استخباراتي ډهول ته نڅېږي. له بده مرغه ځينې وکيلان هم وږې ورسره غورځوي چې يا په شعوري ډول دي، يا په غيري شعوري ډول. د بودجې کيسه لا پای ته نه وه رسېدلې چې د رحماني له بې واکه خولې د موقت حکومت غوښتنه را فير شوه.

که رحماني د سرباز، اجير او ښوونکي غم اخيستی وای د موقت حکومت ډهول به يې نه ږغاوه. پکار وه چې له خپل موقفه يې د ټولو استخباراتي او اجيرو تررويستي ډول پر ضد ښه قوي سنګر نيولی وای. د موقت حکومت په ګډون د ټولو پرديو برنامو پر ضد يې ږغ اوچت کړی وای. ځکه د دغه حکومت لپاره په زرګونه زرګونه سرتېرو قربانۍ ورکړي. ښوونکو خپلې ککرۍ ورته قربان کړي.

دا حکومت که ښه دی، که بد دی، د افغانانو په سرو وينو رامنځته شوی دی. هرې کورنۍ خپل غړی پکې قرباني کړی دی. رحماني له يوې خوا نارې وهي چې د سرباز غم نيولی معاش دې لوړ شي، بل پلو موقت حکومت غواړي د همدغه سرباز پر وينو معامله کوي. د دې باوجود لا ځينې ساده ګان د رحماني او نورو وکيلانو دې ناوړه برنامو ته چکچکې کوي چې دا خلک وطن غم نيولي. رحماني او ډله يې د وطن نه بلکې د پاکستان د ګټو غم نيولي دي.

بل افغانستان د موقتو حکومتونو تر ټولو ترخه او اوږده تجربه لري. پاکستان د طالبانو په دستور غواړي د هېواد درې نيم لکه پوځ، ملي بنسټونه، د اوبو بندونه، مخابراتي خدمتونه، د ټکنالوجۍ او پرمختګ معيارونه، د هېواد درې رنګی بېرغ، اساسي قانون، جمهوري نظام او دا هر څه لمنځه يوسي او پر ځای يې د علماء د شورا په نوم د ای ايس ای د ملايانو يوه داسې اداره رامنځته شي چې د بيان ازادي، د مطبوعاتو پرمختګ، د وطن ابادي او هرڅه صفر ته راکښته کړي، او يواځې د پاکستان برنامې عملي کړي.

که په هېواد کې  دننه ياست که بهر ياست د رحماني په ګډون د دې نورو ډلبازانو پر ضد ودرېږئ. اجازه مه ورکوئ چې د پاکستان، ايران، او روسيې د ګټو لپاره دا په سرو وينو غوړېدلی وطن په کنډوالې را بدل کړي. رحماني وغندی، ډله يې وغندی، افکار يې وغندی.  د ولسي جرګې پر وطندوسته  وکيلان ږغ وکړئ چې دا د پاکستان نوکر رحماني صلب صلاحيت کړي او د ملي خيانت په نوم خپله رايه ترې واخلي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې